د ټولګټو وزارت خبرتيا!

د ټولګټو وزارت، د کابل - ميدان وردګ لويې لارې؛ د۲۷ کیلومتره، اساسي ترميم کار له ( ارغندې چوک تر دراني بازار پورې) چې مصنوعي ساختمانونه هم پکې شامل دي، په دوه برخو کې پيل کړی دي.
دا چې په سېمه کې عملاً کار جریان لري، د ترانسپورتي وسا ئطو تنظيم، د د ترافیکو ګڼې ګوڼې مخ نيوي او د پروژې د غوره تطبيق په موخه، ټولګټو وزارت د باروړونکو او مسافر وړونکو وسايطو له درنو موټر چلوونکو څخه په درنښت هیله کوي، چې د دغې پروژې د کار له پشپړيدو پورې، د ميدان وردګو ولايت له تنګي مسير تر لوګر ولايت ( د کابل - لوګر لويې لارې څخه په استفادې) تګ راتګ و کړئ.
د يادونې وړ ده، چې د دغې لویې لارې ( کابل - میدان وردګ) کوچنيو مسافر وړونکو وسايطو لپاره، بديل مسير آماده شوی، کوچني مسافر وړونکې وسائط کولی شي له هغه مسير څخه په ګټه اخیستنې تګ راتګ وکړي.
د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر