د کابل - ميدان وردګو لويې لارې په اړه د ټولګټو وزارت خبرتيا!

media_admin
Sat, Aug 12 2023 11:00 AM
د کابل - ميدان وردګو لويې لارې په اړه د ټولګټو وزارت خبرتيا!

لکه څنګه، چې ټولګټو وزارت، د کابل - ميدان وردګ لويې لارې؛ ( ارغندۍ ۔ دراني بازار) د ٢٧ کیلومتره سړک د اساسي ترمیم او بیارغونې کار په دوو برخو کې پیل کړی دی، چې دا مهال په سیمه کې عملا کار جریان لري.
 
په همدې اساس؛ د ترانسپورتي وسایطو د تنظيم، د ترافیکي ګڼې ګوڼې د مخنيوي او د پروژې د غوره تطبيق په موخه؛ ټولو درنو هېوادوالو ته خبر ورکول کیږي، چې د ميدان وردګ - کابل  لويه لار سر له 
شنبه  ورځې (د ۱۴۴۵، د محرم الحرام ۲۵مې)  نېټې څخه؛ د هغو باروړونکو او غټو مسافر وړونکو موټرو پرمخ د سهار له ۶ بجو د مازديګر تر ۶ بجو پورې د سيسۍ (تنګي دوراهي) په سیمه کې  تړل کیږي، چې کابل لوري ته د حرکت په حال کې وي.

ټولګټو وزارت، د لویو باروړونکو او لویو مسافر وړونکو وسایطو له ټولو موټر چلونکو څخه غوښتنه کوي، چې د دغه وزارت له لوري تر بیا خبرتیا پورې دې د میدان وردګو ولایت له تنګي سیمې څخه په تېرېدو (د کابل ۔ لوګر) پر لویه لار تګ راتګ وکړي. 

همدارنګه، د کوچنیو مسافر وړونکو موټرو د تګ راتګ لپاره په همدې مسیر (کابل ۔ میدان وردګ) کې بدیل فرعي مسیر اماده شوی دی، چې کوچیني مسافر وړونکي موټر پرې تګ راتګ کولی شي. 
 

.

2 years ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS