د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د سالنګونو لویې لارې د کار له جریان څخه لیدنه وکړه

media_admin
Mon, Sep 11 2023 3:50 PM
د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د سالنګونو لویې لارې د کار له جریان څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزارت سرپرست محترم الحاج ملا محمدعسی ثاني، سالنګونو ته سفر وکړ او د یادې لویې لارې د کار له جریان څخه یې له نږدې لېدنه وکړه؛ هلته یې د سالنګونو لویې لارې د ساتنې او څارنې ریاست له مسؤولینو او د قراردادي شرکت له استازو سره یې د لیدنې تر څنګ د سالنګونو لویې لارې د کار غوره کیفیت، چټکتیا او په ټاکلي وخت د کار بشپړولو اړوند لازمې لارښوونې وکړې.

ټولګټو وزارت، د سالنګونو لویې لارې د ۸۰ کیلومتره سړک د اساسي ترمیم او بیارغونې کار په دوو برخو کې له خصوصي سکټور سره قرارداد کړی، چې تر دا مهاله د سالنګونو لویې لارې د تونل له دننه برخې او ۱۶مې ګالرۍ د کېندلو چارې ترسره شوې دي، چې شاو خوا لس زره متره مکعبه جامد او پنځه ویشت زره متره مکعبه نیمه جامد توکي له دغې لویې لارې څخه کیندل او ایستل شوې دي. 

د یادونې وړ ده، چې د سالنګونو لویې لارې کانکریټ اچونه ټول ټال ۸۵.۵ سانتي متره ضخامت لري، چې په لومړۍ طبقه کې د فلترلیر او د زهکشۍ سیستمونه شامل دي او ۴۲ سانتي متره ضخامت لري، دویمه طبقه (cbt) ۱۵ سانتي متره ضخامت لري، درېیمه طبقه یې د سیخ لرونکي کانکریټ په درلودلو سره ۲۸.۸ سانتي متره ضخامت لري او ورستۍ طبقه یې سفالټ ده، چې دا مهال یې د ټولګټو وزارت له لوري د پلان مطابق کار جریان لري. 

د ټولګټو وزارت له لوري د سالنګونو لویه لار، د (۱۴۰۲هـ ش کال د سنبلې په ۱۹)، چې د ۱۴۴۵ هـ ق کال د صفرالمظفر له ۲۴ نیټې سره سمون لري، د تونل او   ۱۶ مې ګالرۍ د کانکریټ اچونې کار د چټکتیا په موخه د کانکریټ اچونې کار تر بشپړېدو پورې د هر ډول ترافیکي وسایطو د تګ راتګ پرمخ وتړل شوه.

ټولګتو وزارت  له ټولو درنو هیوادوالو او مټر چلونکو څخه غواړي، چې د دغه وزارت سره دي همکار واوسي او د سالنګونو لویې لارې د ۱۶ مې ګالرۍ او تونل د کانکریټ اچونې د کار تر بشپړیدو پورې دې له دغه مسیر څخه تګ راتګ نه کوي؛ کوچنې وسایط کولی شي، چې د ( پنجشیر او بامیانو – دوشي) مسیرونو څخه تګ راتګ وکړي.
 

.

6 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS