د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر په لوګر ولايت کې د ياد وزارت تر کار لاندې پروژو څخه ليدنه وکړه

media_admin
Mon, Oct 23 2023 2:00 PM
د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر په لوګر ولايت کې د ياد وزارت تر کار لاندې پروژو څخه ليدنه وکړه

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې يو تخنيکي ټيم یې ملتيا کوله د هېواد ختیځو ولايتونو ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې؛ لوګر ولايت ته سفر وکړ او هلته يې د ياد وزارت د څلورو تر کار لاندې، ساتنې او څارنې پروژو څخه له نږدي ليدنه وکړه.
په دغو پروژو کې؛ د لوګر - ګرديز لويې لارې پر مسير د التمور په ساحه کې د ۶۵۸ متره په اوږدوالي  يو استنادي ديوال، د لوګر - ګرديز پر مسير د ۱۶ پايو پلګوټو، او ۱۴ پايو دون استریم پلګوټو د ترميم او رغونې کار شامل دی.

همدا رنګه محترم وزیر صاحب؛ د لوګر ولايت ازرې او خروار ولسوالیو ته هم سفر وکړ او هلته يې د خامه سړکونو او شته ستونزو څخه له نږدې لیدنه وکړه او د ياد ولايت د ټولګټو رئيس ته یې و ويل، چې د دغو سړکونو ترميم او رغونې کار دې د راتلونکي کال په کاري پلان کې شامل شي.

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني؛ د لوګر ولایت د ټولګټو ریاست له فني او مسلکي کارکوونکو سره هم ولېدل او د یاد ریاست کارکوونکي یې اړوندو دندو ته متوجه کړل او وه یې ویل؛ چې ماشينري او تجهيزات د بیت المال مال دی باید په کلکه ترې ساتنه وشي او دغه راز یې د یاد ریاست کار کوونکو ته لارښوونه وکړه چې د حاضرۍ پابندي وکړي او ورسپارل شوې دندې په پوره صداقت او ایماندري سره ترسره کړي.

د یادونې وړ ده؛ چې د بشري سرچينو رئیس محترم انجنیر فضل الباري بلوڅ او د وزارت د مالي چارو کارپوه محترم عبدالعلیم خورشید د لوگر ولايت د ټولګټو ریاست د مالي او بشري سرچينو له څانګو ارزونه وکړه او د یاد ریاست کار کوونکو ته ئې د کار د لا ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
 

.

6 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS