د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د سالنګونو لویې لارې د ټولپلازا محصول د راټولونې بهیر څخه لیدنه وکړه

media_admin
Mon, Jan 15 2024 11:03 AM
د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د سالنګونو لویې لارې د ټولپلازا محصول د راټولونې بهیر څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني؛ چې د ياد وزارت تخنيکي معين محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح او يو شمېر رئیسانو يې ملتيا کوله، د سالنګ لویې لارې ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د پنج شنبه په ورځ د شپې نا وخته د يادې لویې لارې د جنوبي او شمالي سالنګ ټول پلازا محصول د راټولونې بهير څخه له نږدي ليدنه وکړه.
د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر بنسټ د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې په موخه ټولپلازا فعاله شوې ده، چې د ۱۷ ډوله کوچنیو او لویو وسایطو څخه په مختلفه اندازه ( له کوچنیو موټرو څخه ۸۰ او په ترتیب سره تر لوی بار وړونکي موټر پورې ۲۶۰۰ افغانۍ) محصول راټولول کیږي چې په یو مشخص بانکي اکونټ کې د سالنګونو لویې لارې د بیا رغونې د لګښت لپاره جمع کیږي.
 د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د سالنګونو لويې لارې د ټولپلازا مسئولینو ته لارښونه وکړه چې د پیسو راټولو ته جدی پاملرنه وکړي، په اخلاص او ریښتینولۍ کار وکړي چې دغه پیسې د بیت لامال پیسې دي او یادې پیسې به د دغه سړک په اساسي بیارغونه مصرفیږي.
همدارنګه د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر په دغه سفر کې د سالنګونو لویې لارې د دریمې برخې له کمپونو او وسایلو او د پروان ولایت د چاریکار څلور لاري د نښلوونکي سړک له کاري بهیر څخه هم لیدنه وکړه او تطبیق کوونکي ټیم ته یې د کار د چټکتیا او غوره کیفت په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
 

.

3 months 1 week ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS