د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر په کنړ ولایت کې د یو شمېر رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه

media_admin
Sun, Jan 21 2024 12:47 PM
د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر په کنړ ولایت کې د یو شمېر رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د هېواد شرقي ولایتونو ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې چې د دغه وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو، د ننګرهار ولايت د ټولګټو رئیس او د کنړ ولایت د ټولګټو ریاست رئیس يې ملتیا کوله په کنړ ولایت کې د دغه وزارت د یوشمېر رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه.
 
د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر او ورسره مل ټیم د کنر ولایت د نورګل ولسوالۍ ژیړي بابا پُل، دڅوکۍ ولسوالۍ د سپین جومات او حکیم آباد پلونو، د نرنګ ولسوالۍ پُل او د شیګل ولسوالۍ د شلتن پُل څخه له نږدې لیدنه وکړه او اړوند مسؤلانو ته یې لارښونه وکړه چې هغه پلونه چې تخريب شوي دي تخنیکي چارې يې دې ژرترژره بشپړې او نتيجه يې دې له ټولګټو وزارت سره شريکه کړي تر څو د  یاد وزارت د مالي بوديجې له تمويل وروسته د راتلونکي کال په کاري پلان کې شامل شي.

 دغه راز؛ د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د غازي آباد ۱۸ کیلومتره خامه سړک څخه هم لیدنه وکړه چې امیرالمؤمنین حفظه الله یې د اسفالټ (قير اچونې)حکم ورکړی و، د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د دغه سړک د رغونې په هکله تخنیکي مسولانو ته سپارښتنه وکړه چې د یاد سړک تخنیکي چاري دي ترسره کړي ترڅو د مالي لګښت په تمویلیدو به د راتلونکي کال په کاري پلان کې شامل او د سفالټ چارې یې ترسره شي.

همدارنګه؛ د بشري سرچينو رئیس محترم انجنیر فضل الباري بلوڅ او د وزارت د مالي چارو کارپوه محترم عبدالعلیم خورشید د کنړ او ننګرهار ولايتونو د ټولګټو ریاستونو د مالي او بشري سرچينو له څانګو ليدنه او ارزونه وکړه او د یاد ریاست کار کوونکو ته ئې د کار د لا ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

د یادونې وړده چې د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر ننګرهار او کنړ ولایتونو ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د ټولګټو چارو له ریاستونو څخه هم لیدنه وکړه او کار کونکو ته یې د کار د غوره ترسره کیدو په هکله لازمې لارښونې وکړي.
 

.

3 months 1 week ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS