د ټولګټو وزارت له لوري د کابل- شمال لويې لارې اړوند د بغلان ولایت دوشي سیمه کې د سړک ويجاړې برخې بیا رغول کيږي

media_admin
Tue, May 28 2024 1:40 PM
د ټولګټو وزارت له لوري د کابل- شمال لويې لارې اړوند د بغلان ولایت دوشي سیمه کې د سړک ويجاړې برخې بیا رغول کيږي

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، د کابل – شمال لویې لارې اړوند د دوشي – بغلان سړک څخه چې،  یوه برخه یې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله په بشپړه توګه ویجاړه شوې وه، په داسې حال کې لیدنه وکړه چې هلته د بغلان ولایت محترم والي مولوی عبدالرحمن حقاني  هم شتون درلود.

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر په دغه سفر کې د بغلان ، سمنګان ، پروان او د سالنګونو د ساتنې او څارنې رئيسان چې سیمې ته راغوښتل شوي وو، لارښونه وکړه چې لومړی د وسایطو د تګ راتګ لپاره بديل مسير آماده او د شته امکاناتو او ماشینرۍ پرمټ دي د اوبو مسير د سړک څخه تغير او د يادې لويې لارې تخریب شوې برخې دي ژرترژره ورغوي.

همدارنګه د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د خپل سفر په دوام د مرکزي بغلان – او نهرین والسوالۍ سړک څخه هم لیدنه وکړه، چې یاد سرک د شیخ جلال په سیمه کې د ورستیو سیلابونو له امله تخریب شوی وو او دیاد ولایت ټولګټو ریاست  ته يې لارښونه وکړه؛ تر څو ژر تر ژره ویجاړې شوې برخې ترمیم او بیا ورغوي

.

6 months 2 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS