د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د سالنګونو لویې لارې د دریو برخو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

kalim_admin
Sat, Oct 12 2024 3:18 PM
د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د سالنګونو لویې لارې د دریو برخو له کاري بهیر څخه  لیدنه وکړه

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني پرون جمعه سالنګونو لویې لارې ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، د یادې لویې لارې د دریو برخو شمالي سالنګ، جنوبي سالنګ او دوشي خنجان سړک له کاري بهیر څخه له نږدې لیدنه وکړه.
نوموړي د سالنګونو لویې لارې د قراردادي شرکتونو مسئولینو او تطبیق کوونکو ټیمونو ته دنده ورکړه، چې د یادې لويې لارې پلان شوې برخې د ژمې د سړې هوا له رارسېدو وړاندې ورغوي او د قراردادي شرکتونو مسئولینو او تطبیق کوونکو ټیمونو هم ډاډ ورکړ، چې پلان شوې برخې به د ژمې له رارسېدو وړاندې ورغوي.
د ټولګټو وزارت سرپرست وزير د يادې ليدنې پرمهال د سالنګونو لويې لارې د ساتنې او څارنې له رياست څخه هم ليدنه ترسره کړه، هغه د ياد رياست له فعاليتونو څخه خوښي وښوده او د مننې ترڅنګ يې د ياد رياست مسوولينو د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د یادې لویې لارې اړوند له تونل څخه تر ۱۶مې ګالرۍ پورې د CTB او کانکریټ اچونې کار بشپړ شوی او ۱۰ ګالرۍ (پنځه په شمالي سالنګ او پنځه په جنوبي سالنګ) کې تر کار لاندې دي، چې په یادو ګالریو کې د بېلابېلو طبقاتو کار جریان لري، په ځینو ګالریو کې د CTB طبقو کار بشپړ شوی دی، چې کانکریټ اچونې ته چمتو دي او په ځینو نورو ګالریانو کې د سبیس او فلتري طبقو کار بشپړ شوی دی، چې د CTB  طبقو لپاره چمتو شوي دي.
همدارنګه، په شمالي سالنګ کې د خنجان – دوشي سړک د اسفالټ اچونې کار له خنجان څخه دوشي لوري ته مخ په وړاندې جریان لري.
دغه راز، د درنو هېوادوالو او موټر چلوونکو د هوسا تګ راتګ لپاره د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د شته پرسونل او ماشینرۍ له لوري د شمالي او جنوبي سالنګونو د سړک د هموار کارۍ کار بشپړ شوی دی او د ځینو برخو د ترمیماتو کار یې جریان لري

.

2 years ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS