د ټولګټو وزارت دری تنه رئیسان تغییر او تبدیل شول

kalim_admin
Sat, Nov 30 2024 9:42 AM
د ټولګټو وزارت درې تنه رئیسان تغییر او تبدیل شول

د ټولګټو وزارت د وړانديز او د ریاست الوزرا عالي مقام د(۱۴۴۶/۵/۲۴) نیټې د (۲۶۶۶)ګڼې حکم پر بنسټ، محترم مولوي محمدغوث اواب چې پخوا یې په کانونو او پترولیم وزارت کې د رئیس په توګه دنده ترسره کوله د یاد وزارت د کورنۍ پلټنې د رئیس په توګه، محترم زمان الدین حبیبي چې مخکې د همدې وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس و د یاد وزارت د تدارکاتو د رئیس په توګه او د دغه وزارت د تدارکاتو پخوانی رئیس محترم عبدالمحمد ترکی د یاد وزارت د ټرانسپورټي زېربناوو د رئیس په توګه ټاکل شوي دي، چې نن د وزارت د یو شمیر مرکزي رئیسانو په  شتون کې د اړوند ریاستونو کارکوونکو ته ور وپیژندل شول.

په مراسمو کې لومړی د ریاست الوزرا عالي مقام حکم د ټولګټو وزارت د کار کوونکو چارو رئیس ښاغلي انجنیر فضل الباري بلوڅ له لوري ولوستل شو.

په پای کې اړوند مسوولينو نوموړو ته په چارو کې د لوی څښتن تعالی له دربار څخه د لا بریاوو غوښتنه وکړه.

 ۱۰قوس د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

.

1 week 4 days ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS