په کنړ ولايت کې د زيړي بابا او پشد پل د ترميم او بیا رغونې چارې پيل او دا مهال عملاً جریان لري

kalim_admin
Sun, Jan 26 2025 2:46 PM
کارترمیم و باز سازی پل زیری بابا و پل پشد در ولایت کنر آغاز و اکنون عملاً جریان دارد

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم ملا محمد عیسی ثاني کنړ ولايت د خپل وروستي سفر په ترڅ کې د ياد ولايت د اوسيدونکو ستونزو ته پام کې نيولو سره د زيړي بابا او پشد پلونو د ترمیم تدارکاتي او تخنیکي چارې اړونده انجنیرانو ته سپارلې وې چې د بودجې له  منظوریدو وروسته یې د ترميم او بیا رغونې پيل او دا مهال عملاً جریان لري.

کارترمیم و باز سازی پل زیری بابا و پل پشد در ولایت کنر آغاز و اکنون عملاً جریان دارد

د زيړي بابا پل چې د ياد ولايت په سرکاڼو ولسوالۍ کې موقعیت لري، ترميماتي چارې يې د متحد صافي شرکت سره د شاوخوا ۴۷ ميليونه افغانيو په ارزښت پيل شوي او د يو کال په موده کې به يې کار بشپړ شي او د پشد پل، چې د نرنګ او سرکاڼو ولسوالیو ترمنځ موقعيت لري د ترميم او بیا رغونې چارې يې د امان صافي ساختماني شرکت سره د شاوخوا ۱۶ ميليونه افغانيو په ارزښت قرارداد شوي دي چې کار به يې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د يادو پلونو په رغولو سره به د کنړ ولايت د خاص‌کنړ، نورګل، نرنګ او د سرکاڼو ولسوالیو د اوسېدونکو د  تګ راتګ ستونزې د پخواه په پرتله هوارې شي.

د ټولګټو وزارت رسنيز دفتر

.

2 years ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS