په  حوت مياشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۵۸۰۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

kalim_admin
Mon, Mar 24 2025 11:41 AM
په  حوت مياشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۵۸۰۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

 د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د حوت مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۵۸۰۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان بندر له لارې ( ۲۷۴۸۵۲) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۱۴۷۲۷) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ( ۵۲۴۸۳) ټنه او د خواف-هرات له لارې (۱۶۰۲۳) ټنه، چې ټولټال ( ۳۵۸۰۸۵) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، په حوت مياشت کې (۱۹۸۸۰) ټنه صادرات او ترانزیت شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه، کينو، کچالو او د انارو جوس دي.
هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

.

6 months 2 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS