د کابل - جلال آباد لویې لارې پاک کاري په چټکۍ سره جریان لري 

kalim_admin
Sat, May 03 2025 10:58 AM
د کابل - جلال آباد لویې لارې پاک کاري په چټکۍ سره جریان لري 

 د کابل–جلال‌آباد لویه لاره، چې پرون شاوخوا، د مازدیګر ۴ بجې د کابل دروازې په درې کیلومترۍ، د تنگی غارو په سیمه کې، د غر ښویېدنې له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوي وه، دا مهال يې د پاکولو چارې د ټولګټو وزارت د اړوند پرسونل لخوا په چټکۍ سره جریان لري.

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د کابل ولايت د ټولګټو ریاست ته لارښونه کړې چې د درنو هېوادوالو او موټر چلونکو د ستونزو د حل په موخه دې، یاده لویه لار ژر تر ژره د ترافیکو پر مخ پرانیزي.

دا مهال وسایط له بدیل ( فرعي مسير) څخه په نورمال ډول تګ راتګ کوي او د وسایطو د تګ راتګ لپاره کوم خنډ او ستونزه نشته.

د ټولګټو وزارت له ټولو درنو هېوادوالو او موټر چلونکو څخه هيله کوي، چې د ياد بديل (فرعي سړک) څخه د تېرېدو پر مهال له پوره احتیاط څخه کار واخلي ترافیکي قوانین دي مراعت کړي او د لارې د مؤظفینو لارښونو ته دې په کلکه پاملرنه وکړي.


ديادونې وړده چې دامهال د ټولګټو وزارت اړوند کارې ټیمونه په سیمه کې حضور لري او هڅه کوي، چې د يادې لویې لارې اصلي مسیر ژر تر ژره پاک کاري او د ترافیکو پر مخ يې پرانیزي.
 

.

2 years ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS