د بلخ-هرات او هرات-کندهار د اوسپنې پټلۍ د ټاکل شويو مسيرونو د تائيدۍ په تړاو د همغږۍ دويمه ناسته وشوه

kalim_admin
Thu, Jun 19 2025 8:18 AM
د بلخ-هرات او هرات-کندهار د اوسپنې پټلۍ د ټاکل شويو مسيرونو د تائيدۍ په تړاو د همغږۍ دويمه ناسته وشوه

 د ا.ا.ا د رياست الوزراء عالي مقام د حکم په اساس؛ د ټولګټو وزارت د تخنيکي مرستيال محترم مولوي عبدالکریم فاتح په مشرۍ د بلخ-هرات او هرات-کندهار د اوسپنې پټلۍ د ټاکل شويو مسيرونو د تائيدۍ په تړاو د مربوطه وزارتونو او ادارو له مرستيالانو سره د همغږۍ دويمه ناسته ترسره شوه.
په ناسته کې د يادو مسيرونو د اقتصادي اهميت او د تخنيکي چارو د ارزونې په موخه د ګډونوالو ترمنځ مفصل بحثونه ترسره شول او پرېکړه وشوه، چې په نږدې ورځو کې به ګډ پلاوی ددغو پروژو د ټاکل شويو مسيرونو د تائيدۍ لپاره تصميم ونيسي او وروسته به د راپور جريان د رياست الوزراء عالي مقام سره شريک کړي.
ټولګټو وزارت د بلخ-هرات او هرات-کندهار مسيرونو سروې او مطالعات ترسره کړي دي او دا مهال يې چارې روانې دي.

.

2 years 2 months ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS