په کاپیسا ولایت کې د ۱۳.۷ کیلومتره سړک د رغونۍ چارې د ۳۹۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د خلکو د هوساینې او پرمختګ په موخه د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ اړوند د افغانیه درې – غ – پچغان سیمو سړک د جوړولو چارې د ۳۹۲ میلیونه افغانۍ په ارزښت نن رسماً پیل شوې.
د یادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د کاپیسا ولایت والي محترم قاري احسان الله بریال، د یاد ولایت د والي مرستیال، د علماوو شورا رئیس، د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم مولوي بحرالله بدري، یو شمېر سیمه ییزو مسئولانو او قومي مخورو ګډون کړی وو.
دغه سړک ۱۳.۷ کیلومتره اوږد والی لري سره د ټولکټو وزارت لخوا له خصوصي سکتور سره قرارداد شوي دي، چې رغنیزې چارې به یې د ۱۵ میاشتو په موده کې بشپړې شي.
ځايي مسؤولينو او اوسېدونکو د يادې پروژې د پرانيستنې هرکلی وکړ او دا یې د ا.ا.ا له لوري د سیمې د پراختیا او آبادۍ پر لور یو مثبت ګام وباله.
د يادونې وړ ده، چې د يادې پروژې د کار په جریان کې به د سیمې یو شمیر اوسیدونکو ته د کار زمینه برابره شي او په بشپړېدو سره به یې د سیمې اوسېدونکو ته د تګ راتګ او د کرنیزو او سوداګریزو توکو د انتقال په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.
