د ټولګټو وزیر کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یو شمېر پروژو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

kalim_admin
Thu, Jan 01 2026 10:19 AM
د ټولګټو وزیر کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یو شمېر پروژو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر پر مهال، د کابل–کندهار لویې لارې د شولډرونو د رغونې له روان بهیر څخه د لیدنې سربېره، د کندهار – سپین بولدک دویم لین ۳۹.۶ کیلومتره سړک، کندهار - سپین بولدک (وېش) ۸ کیلومتره سړک، ترینکوټ – شا ولي کوټ ۲۴ کیلومتره سړک، د کندهار – ارغنداب (سرکاري باغ) د ۹.۳ کیلومتره سړک، کندهار – ارزوګان لومړي لاټ ۱۳ کیلومتره سړک او د کندهار – هلمند لویې لارې اړوند د باغ پل سړک د دوو برخو له رغنیزو چارو، او همدارنګه د قراردادي شرکتونو له کمپونو څخه لیدنه او تخنیکي ارزونه ترسره کړه.

محترم وزیر صاحب د یاد سفر په لړ کې اړوندو مسئولینو او قراردادي شرکتونو ته د کار د چټکتیا، غوره کیفیت او پر ټاکلي وخت د منظور شوو تخنیکي معیارونو سره سم  د پروژو د بشپړېدو په تړاو لازمې لارښوونې وکړې.

همدارنګه، نوموړي د کندهار – هرات پر مسیر د کندهار – هلمند سړک د رغونې په موخه د فعالېدونکو ټولپلازاوو لپاره د ودانیو، د کابل – کندهار او کندهار – هلمند لویې لارې په اوږدو کې د جوماتونو له رغنیزو چارو او د کندهار - هلمند لویې لارې د دویم لین سړک له نوي فعال شوي کمپ څخه هم لیدنه وکړه.

دغه راز د یادو پروژو تطبیق کوونکو ټیمونو او د قراردادي شرکتونو مسئولینو هم محترم وزیر صاحب ته ډاډ ورکړ، چې دغه پروژې به په چټکتیا، غوره کیفیت او د منظور شوو تخنیکي معیارونو سره سم پر ټاکلي وخت، بشپړې کړي.

د یادونې وړ ده، چې د ټولګټو وزارت رهبري د هېواد د لویو لارو، سړکونو، اوسپنې پټلۍ او د لویو لارو په اوږدو کې د جوماتونو د رغنیزو چارو د معیاري تطبیق او دوامدارې څارنې په موخه وخت پر وخت لیدنې او تخنیکي ارزونې ترسره کوي.

.

4 months 1 week ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS