په خوست ولایت کې د دوو پایو پلګوتو د ترمیم او بیا رغونې چارې پیل شوې

kalim_admin
Sun, Jan 04 2026 10:26 AM
 په خوست ولایت کې د دوو پایو پلګوتو د ترمیم او بیا رغونې چارې پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت لخوا د خوست ولایت د موسی خېلو او قلندر ولسوالیو د سړک په اوږدو کې د دوو پایو پلګوتو د ترمیم او بیارغونې چارې د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم الحاج ملا محب الله عباس، سيمه ییزو مسؤلانو او قومي مخورو په شتون کې پیل شوې.

دغه پل ګوټي، چې تخریب شوې وو او د یادو دوو ولسوالو مسیر یې د بندیدو له ګواښ سره مخ کړی و، د ټولګټو وزارت لخوا یې د ترمیم او بیا رغونې چارې د شاو خوا ۳۳۵ زره افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې دي او د دوه میاشتو په موده کې به یې کار بشپړ شي.

دیادو پلګوټو په ترمیم او بیا رغونې سره به د خوست ولایت د موسی خېلو او قلندر ولسوالیو د او سیدونکو د تګ راتګ ستونزې هوارې شي او د سړک له احتمالي بندیدو څخه به مخ نیوی وشي.

.

4 months 1 week ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS