د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر د ایران له سفیر سره وکتل
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي علیرضا بیکدلي سره په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې وکتل چې د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال محترم مولوي عبدالکریم فاتح او یو شمېر رئیسانو هم شتون درلود.
په پیل کې، د ټولګټو وزارت محترم وزیر ښاغلي بیکدلي ته ښه راغلاست و وایه او دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا ترڅنګ د اوسپنې پټلۍ پروژو رغول، د خواف – هرات د انتقالاتو د زیات والي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریز د ترانزیټ د اسانتیاوو د پراختیا په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
دغه راز دواړو لورو د ایران او افغانستان ترمنځ په ګډې همکارۍ ټینګار وکړ او د اوسپنې پټلۍ، سړکونو او پلونو د ترمیم رغونې او بیارغونې پروژو په تړاو یې بحث او خبرې وکړې.
په پای کې، د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي اړیکو د لا پیاوړتیا، د سوداګریزې راکړې ورکړې د زیاتوالي او د بنسټیزو پروژو په برخه کې پر دوامداره او نږدې همکارۍ ټینګار وشو.
