د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کابل - غزنی لویې لارې د دویم لین سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

kalim_admin
Sat, Apr 18 2026 1:44 PM
د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کابل - غزنی لویې لارې  د دویم لین سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني پرون جمعه د کابل – غزني لویې لارې د دویم لین سړک د درېیو برخو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد سړک د بېلابېلو برخو له کاري بهير څخه له نږدې لیدنه وکړه او دیادې پروژې اړوندو مسؤلانو ته یې د کار د چټکتیا، غوره کیفیت او په ټاکلې وخت د چارو د ترسره کولو په موخه اړینې لارښوونې وکړې او هدایت یې ورکړ، چې د بارانونو له کمېدو او د هوا له برابرېدو سره دې، د یادې لویې لارې د قیر اچونې چارهم پیل کړي.

د ټولګټو وزارت محترم وزیر قرادادي شرکتونو ته وویل:« موږ تاسو ته د یاد سړک د چارو د ګړندي ترسره کولو په موخه بودیجه درکوو او تاسو هم هڅه وکړئ، چې په ټاکي وخت او ژر دیادې پروژې چارې بشپړې کړئ».

د کابل – غزني لویه لاره د هېواد له مهمو او ستراتیژیکو لویو لارو څخه ده، ټولګټو وزارت دیادې لویې لارې  د ۱۱۱ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې په پنځو برخو ویشلې وې، چې دا مهال یې د لومړۍ، دریمې او څلورمې برخې رغنیزې چارې جریان لري او د پاتې برخو چارې به یې ډیر ژر پیل شي.

په یاده پروژه کې د ګڼ شمیر پلګوټو، لویو پلونو او یو شمېر نورو مصنوعي ساختمانونو چارې هم  شاملې دي، چې دامهال یې په بېلا بېلو برخو کې د کیندنې( کندنکارۍ)، پلګټو او پلونو د رغونې او هموار کارۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي.

د یادونې وړ ده، چې د دغې پروژې په بشپړېدو سره به نه یوازې د درنو هېوادوالو د تګ راتګ ستونزې هوارې شي؛ بلکې کروندګرو او سوداګرو ته به هم د سوداګریزو او کرنیزو توکو د لېږد رالیږد په برخه کې بشپړې اسانتیاوې رامنځ ته شي.

.

7 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS