په قزاقستان کې د اوسپنې پټلۍ ترمنځ د همکاریو سازمان (OSJD) په کنفرانس کې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال د ګډون راپور

kalim_admin
Sat, May 02 2026 9:05 AM
په قزاقستان کې د اوسپنې پټلۍ ترمنځ د همکاریو سازمان (OSJD) په کنفرانس کې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال د ګډون راپور

د اوسپنې پټلۍ ترمنځ د همکاریو سازمان (OSJD) څلوېښتم کنفرانس د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د ۲۰۲۶م کال د اپریل میاشتې له ۲۰مې څخه تر ۲۴ مې نېټې پورې د بېلابېلو هېوادونو د ریل پټلۍ رئیسانو، تخنیکي کارپوهانو او د ځینو نړیوالو ادارو د استازو په ګډون ترسره شو.

په یاد کنفرانس کې د ا.ا.ا په استازیتوب د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال، محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده، په مشرۍ یوه پلاوي ګډون کړی و، چې د غونډې تر څنګ یې یو شمېر مهمې لیدنې او کتنې هم ترسره کړې.

په دغه کنفرانس کې د هېوادونو ترمنځ د ریل پټلۍ همکاریو پر پراختیا، د ترانزیټي لارو پر ښه والي، د سوداګرۍ لپاره د اسانتیاوو پر برابرولو، او همدارنګه د ریل پټلۍ د نوې ټکنالوژۍ، عصري کېدو او د سیستمونو د پیاوړتیا په اړه بحثونه وشول، څو د اسیا او اروپا ترمنځ د توکو لېږد رالېږد لا چټک او اسانه شي.

د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال د یادې غونډې په څنډه کې د قزاقستان د اوسپنې پټلۍ له رئیس، د دغه هېواد د ترانسپورټ وزارت له مرستیال، او د آذربایجان د اوسپنې پټلۍ له رئیس سره جلا جلا لیدنې وکړې. همدارنګه د ریل پټلۍ د جوړونې او تجهیزاتو د تولید له ځینو فابریکو څخه یې هم لیدنه وکړه.

په دغو ناستو کې د حیرتان او تورغونډۍ بندرونو د ظرفیت لوړولو، او د تاجکستان د شېرخان بندر له لارې د ګډو انتقالاتو د پراختیا په اړه بحثونه ترسره شول. سربېره پر دې، د سیمې د ترانزیټي همکاریو، د لېږد رالېږد د زیاتوالي او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه هم خبرې وشوې.

د غونډې په ترڅ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو د ظرفیت پر لوړولو او د نوو مسیرونو پر فعالولو ټینګار وشو او د افغانستان د صادراتو د زیاتېدو بهیر مثبت وبلل شو.

.

8 months 1 week ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS