په ۱۴۴۷ هـ.ق کال کې د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد کچه د ۱۴۴۶ هـ.ق کال په پرتله ۷۷.۹ سلنه لوړه شوې ده

kalim_admin
Sat, Jun 20 2026 11:44 AM
په ۱۴۴۷ هـ.ق کال کې د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد کچه د ۱۴۴۶ هـ.ق کال په پرتله ۷۷.۹ سلنه لوړه شوې ده

په ۱۴۴۷ هـ.ق کال کې د حیرتان، آقینې، تورغونډۍ بندرونو او د خواف–هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې ټولټال ۷ میلیونه ۶۰۲ زره ۴۱۹ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۵۱۶۹۹۸۵ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۶۳۵۴۲۷ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۹۱۴۷۹۶ ټنه او د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۸۲۲۱۱ ټنه توکي لېږدول شوي دي، چې ټولټال ۷ میلیونه ۶۰۲ زره ۴۱۹ مټریک ټنه نفتي، غیر نفتي او بېلابېل نور توکي پکې شامل دي هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د یادو انتقالاتو یوه برخه صادرات او ترانزیټ دی، چې په ۱۴۴۷ هـ.ق کال کې ټولټال ۳۶ زره ۱۱۹ ټنه سوداګریز توکي ترانزیټ او صادر شوي دي، چې لویه برخه یې وچه مېوه، وريجې، کچالو، معدني ډبرې، د هندواڼې تخم، نخود، مس او د انارو جوس دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ۱۴۴۶ هـ.ق کال کې د همدې څلورو لارو له لارې ۴ میلیونه ۲۷۲ زره ا و۷۱ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي وو، چې  په ۱۴۴۷ هـ.ق کال کې د انتقالاتو کچه د ۱۴۴۶ هـ. ق کال  په پرتله ۷۷.۹ سلنه زیاتوالی ښيي.

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت تل هڅه کوي چې د منظم پلان جوړونې، دوامدارې څارنې، د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا او د خدماتو د ښه والي له لارې سوداګرو ته اړینې اسانتیاوې چمتو کړي.

.

9 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS