په پکتیکا ولایت کې د ارګون – سروبي ولسوالۍ تر رباط سیمې د ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د ډیزاین بلټ په بڼه پیل شوې

kalim_admin
Sun, Jun 28 2026 8:53 AM
په پکتیکا ولایت کې د ارګون – سروبي ولسوالۍ تر رباط سیمې د ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د ډیزاین بلټ په بڼه پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ څخه د سروبي ولسوالۍ تر رباط سیمې پورې د ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې، د ۵۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د پکتیکا ولایت د والي محترم مولوي عبدالخالق عابد، مرستیال والي محترم قاضي نورالله حقاني، د ياد ولایت د ټولګټو رئیس محترم مولوي محمد اکبر عادل، یو شمېر سیمه‌ییزو مسئولینو، قومي مشرانو، مجاهدینو او د سیمې اوسېدونکو په شتون کې رسماً د ډیزاین بلټ په بڼه پیل شوې.

یاد سړک ۲۰ کیلومتره اوږدوالی لري او د پروژې په چوکاټ کې به د سړک ترڅنګ یو شمېر اړین مصنوعي ساختمانونه هم ورغول شي او دغه سړک رغنیزې چارې به د ٢٢ کاري میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یادې پروژې په جریان کې به د سیمې یو شمېر اوسېدونوکو ته د کار زمینه برابره شي او په بشپړېدو سره به یې د پکتیکا ولایت د شپږو ولسوالیو د اوسېدونکو د تګ‌راتګ ستونزې تر ډېره هوارې شي او دغه مسیر به د انګور اډې له لارې له پاکستان سره ونښلول شي، چې د سوداګرۍ، ټرانزیټ او سیمه‌ییزو اقتصادي فعالیتونو لپاره به لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

.

10 months ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS