د ټولګټو وزارت له لوري د قوشتپې–درزاب سړک د جوړولو چارې په درېیو برخو کې روانې دي

kalim_admin
Mon, Jul 20 2026 3:04 PM
کار پروژه اعمار سرک قوشتپه-درزاب در سه بخش به طول مجموعی ۵۱کیلومتر از سوی وزارت فوایدعامه جریان دارد

د قوشتپې–درزاب سړک، چې ۵۱ کیلومتره ټولیز اوږدوالی لري، د اساسي رغونې چارې یې د ۱ میلیارد او ۵۱۳ میلیونه او ۷۳۲ زره افغانیو په ارزښت، د ډیزاین‌بلټ  په بڼه د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ قرارداد شوې وې او دا مهال یې رغنیزې چارې په درېیو لاټونو کې په چټکۍ سره روانې دي.

دغه سړک د جوزجان ولایت د قوشتپې ولسوالۍ څخه پیلېږي او د همدې ولایت تر درزاب ولسوالۍ پورې غځېږي، چې په اوږدو کې یې د ۲ پایې پلونو، ۱۴۹ پایو پلګوټو او ۴۲۵۳ مترو استنادي دېوالونو د جوړولو چارې هم شاملې دي.

د دغه سړک لومړۍ برخه د ۴۴۶ میلیونه او ۲۷ زره افغانیو په لګښت جوړېږي، چې د نوآباد له سیمې څخه پیل او د تراغلي تر سیمې پورې رسېږي. دغه برخه ۱۹.۸ کیلومتره اوږدوالی، ۶ متره پلنوالی او ۳ متره اوږې (شولډر) لري. په دې برخه کې د ۴۶ پایو پلګوټو، ۲ پایې پلونو او ۸۵۰ مترو استنادي دېوالونو جوړول شامل دي، چې تر دامهاله یې د پلګوټو د جوړولو چارې بشپړې شوې دي او د استنادي دېوالونو چارې به هم ژر بشپړې شي. همدارنګه د پلونو د جوړولو لومړني کارونه ترسره شوي دي، چې دا مهال د سړک دغه برخه ۵۸ سلنه فزیکي پرمختګ لري.

د یادې پروژې دویمه برخه د ۴۶۴ میلیونه او ۱۹ زره افغانیو په ارزښت قرارداد شوې ده، چې ۱۷.۴ کیلومتره اوږدوالی لري او د ۵۵ پایې پلګوټو او ۹۷۰ مترو استنادي دېوالونو جوړول هم پکې شامل دي. اوس مهال د دې برخې د پلګوټو جوړولو، د سړک پاتې برخو د کیندنې، د استنادي دېوالونو د  سنکارۍ او د اسفالت لپاره د کرش موادو د تولید چارې روانې دي، چې تر دامهاله ۵۵ سلنه فزیکي پرمختګ لري.

د دې سړک درېیمه برخه ۱۳.۵ کیلومتره اوږدوالی لري، چې رغنیزې چارې یې د ۶۰۳ میلیونه او ۶۸۴ زره افغانیو په ارزښت قرارداد شوې دي او د ۴۸ پایو پلګوټو او ۲۴۳۳ مترو استنادي دېوالونو جوړول هم پکې شامل دي. اوس مهال د دې برخې د پلګوټو جوړولو او د استنادي دېوالونو د سنګ کارۍ‌ چارې بشپړې شوې دي او د سړک د پاتې برخو د کیندنې او ډکولو( پرکارۍ) چارې روانې دي، چې په ټوله کې ۵۹ سلنه فزیکي پرمختګ ښيي.

د قوشتپې–درزاب سړک د جوزجان ولایت له مهمو مواصلاتي لارو څخه دی، چې د قوشتپې او درزاب ولسوالیو په نښلولو سره د ترانسپورټي شبکې په پراختیا، د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو په لېږد رالېږد کې اسانتیا رامنځته کوي او د خلکو د تګ راتګ د ستونزو په کمولو کې اغېزمن رول لري.

.

10 months 4 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS