د ټولګټو وزارت محترم وزیر په کاپیسا ولایت کې د یو شمېر پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه او ارزونه وکړه

kalim_admin
Sat, Nov 07 2026 3:12 PM
د ټولګټو وزارت محترم وزیر په کاپیسا ولایت کې د یو شمېر پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه او ارزونه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا، د سړکونو د رغنیزو چارو د کیفیت او چټکتیا د ډاډ ترلاسه کولو او د پروژو د کاري بهیر د ارزونې په موخه، د یوه تخنیکي پلاوي په ملتیا د خپل کاري سفر په دوام کاپیسا ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د نجراب، اله‌سای او تګاب ولسوالیو د ټولټال ۴۵.۷ کیلومتره سړکونو د اساسي رغونې له کاري بهیر څخه لیدنه او ارزونه وکړه.

محترم وزیر صاحب د یادو پروژو د لیدنې پر مهال د تطبیق کوونکو ټیمونو او قراردادي شرکتونو مسئولینو ته د چارو د چټکتیا، د ساختماني معیارونو د رعایت، د کیفیت د تأمین او د باکیفیته ساختماني موادو د کارولو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

د نجراب ولسوالۍ سړک ۱۳.۷ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د یوه پایه پله او ۹۰ پایو پلګوټو د جوړولو چارې هم پکې شاملې دي او دا مهال یې رغنیزې چارې له بېلابېلو پرمختګونو سره روانې دي.

همدارنګه، د اله سای ولسوالۍ سړک ۱۸.۵ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د مسیر په اوږدو کې یې د ګڼ شمېر پلګوټو او یو شمېر نورو مصنوعي ساختمانونو د جوړولو چارې هم شاملې دي او اوس مهال یې رغنیزې چارې په بېلابېلو برخو کې دوام لري.

د تګاب ولسوالۍ سړک ۱۳.۵ کیلومتره اوږدوالی لري، چې په اوږدو کې یې د اړینو مصنوعي ساختمانونو د جوړولو چارې هم روانې دي او د رغونې بهیر یې د پام وړ کاري پرمختګ لري.

د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د کاپیسا ولایت د یادو ولسوالیو د اوسېدونکو د تګ راتګ، د ترانسپورتي اړیکو د پیاوړتیا او د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا او د سړکونو د جوړولو، بیارغونې او ساتنې په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

.

1 year 2 months ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS