د سالنګ لویه لار پرانستل شوه

mopw_admin
Mon, Dec 28 2020 1:12 PM
د سالنګ لویه لار پرانستل شوه

د سالنګ لویه لار پرانستل شوه

۱۳۹۹، مرغومې ۸ مه

د سالنګ لویه لار د واورې د اورښت له کبله تر ۴۰ ساعتونو بندېدو وروسته پرانستل شوه.

په شمالي او جنوبي سالنګ کې له پنځوس سانتي متر څخه تر یو متر پورې واوره اورېدلې وه چې د سالنګ د ساتنې او څارنې ادارې له خوا یې په جدیت سره د پرانستلو کار روان و او دا لار بیرته پرانستل شوه.

په سالنګ کې اوس هم ځینو ځاینو کې بادونه زیات دي چې له درنو مسافرینو څخه په کلکه غوښتنه کیږي تر څو له دې لارې د تېردو پر مهال بشپړ چمتوالی ولري او د سالنګ د لارښوونکو لارښوونې په پام کې ونیسي.

ورته مهال د غور ـ بامیانو پر لار د لعل او کرمان سیمه کې، د غور ـ دایکنډي لار د تلخک کوتل کې، د دایکنډي ولایت د اشترلي، خدر، سنګتخت، میرامور او ګیتي ولسوالیو لارې چې د ورستیو واورو له کبله تړل شوي وې، د بیرته پرانستلو په موخه یې جدي کار روان دی.

ټولګټو وزارت ـ کابل

.

2 years 1 month ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS