په غور ولایت کې د ۱۰ کیلومتره سړک د جوړولو چارې ۸۰ سلنه پرمختګ لري

Anonymous (not verified)
Sat, Jul 10 2021 4:36 PM
په غور ولایت کې د ۱۰ کیلومتره سړک د جوړولو چارې ۸۰ سلنه پرمختګ لري

د چغچران – ګردندیوال څلورمه برخه سړک چې په غور ولایت کې جوړیږي، ۱۰ کیلومتره اوږدوالی او ۱۱ متره پلنوالی لري چې د افغانستان د ختیځ - لویدیځ دهلیز مهمه برخه ده.

د یادې ملي پروژې د رغنیزو چارو تړون د ټولګټو وزارت لخوا له درېیو خصوصي او ودانیزو شرکتونو سره لاس لیک شوی، چې تردې مهاله یې د رغنیز کار چارې ۸۰.۹۵ سلنه پرمخ تللي دي او ټول مالي لګښت یې د افغانستان دولت له بودیجې څخه ورکول کېږي.

د دغې پروژې د جوړېدا پرمهال د غور ولایت ګڼو خلکو ته د کار زمینه برابره شوې او د کار له بشپړ سره به یې د افغانستان د ختیځ - لویدیځ د هلیز د یوې مهمې برخه تکمیل شي او د غور ولایت اوسېدونکو لپاره به ټرانسپورټي آسانتیاوې رامنځته کړي.

د یادولو وړ ده، چې دغه پروژه د چغچران – ګردندیوال یا ختیځ - لویدیځ دهلیز له مهمو برخو څخه دی چې د ټولو برخو له بشپړیدو سره به یې د هیواد ختیځ ولایتونه له لویدیځو هغو سره ونښلول شي همدارنګه به په سیمه ییز نښلون، ټرانزیټ او د سوداګرۍ په وده کې د پام وړ رول ولري.

.

4 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS