د هیواد د لویو لارو او سړکونو د عمومي وضعیت څرنګوالی

Anonymous (not verified)
Thu, Jan 06 2022 11:45 AM
د هیواد د لویو لارو او سړکونو د عمومي وضعیت څرنګوالی

بامیان ولایت: په دې ولایت کې هوا نیمه وریېځ ده او د حاجګک، دشت دیوالي، پنجاب او بازار سیاه کوتلونو ترڅنګ د ابقول – کرمان، ورث – بند پلونه د ورث – قناق کوتلونه چې د موټرو د تگ راتگ پرمخ بند وو وسمهال يې واورې پاکولو کار په چټکۍ سره دوام لري،

دایکنډي ولایت: په دې ولایت کې د واورې نرم اورښت دوام لري، د تمزان کوتل د تگ راتگ پرمخ پرانیستی دی خو نورې ځينې غځیدلي لارې یې د ترافیکو د تگ راتگ پرمخ بندې سوې چې د پاکولو او پرانیستلو کار یې تېز روان دی.

غور ولایت: د غور – هرات، لویه لاره خلاصه خو ځينې نورې لارې د موټرو د تگ راتگ پرمخ بندې دي چې د پاکولو کار په سرعت سره دوام لري.

بدخشان ولایت: د دې ولایت په ولسوالیو کې د واورې اورښت دوام لري او د کوهستان، راغستان او ارغنجخوا ولسوالیو لارې د موټرو د تگ راتگ پرمخ بندې دي چې د پاکولو کار یې دوام لري؛ خو د دې ولایت نوري ټولې غځيدليدې لارې بیا تر دې مهاله پرانیستې دي.

پروان ولایت: په دې ولایت کې هم د وارې اورښت دوام لري، د شیبر کوتل د ډیر اورښت له کبله بند دی خو نورې ټولي غځیدلي لارې یې د موټرو د تگ راتگ پرمخ پرانیستې دي.

پنجشیر ولایت: په دې ولایت کې بیا هوا نیمه اوریېځ ده، په خاواک کوتل کې د واورې پاکولو کار د یاد ولایت د ټولګټو ریاست او قراردادي شرکت لخوا دوام لري او نورې ټولې غځیدلي لارې یې د تگ راتگ پرمخ پرانیستې دي.

د سالنگ لویه لار: د سالنگ لویه لار د موټرو پرمخ پرانیستل شوه او واړه موټر ځنیځیر ( چاین ) په تړلو سره کولی شي په دې لاره تګ راتګ وکړي خو د ټېلري یا باروړنکو موټرو پرمخ لا هم بنده ده.

په شمالي سالنگ کې د واورې کچه ۱۲۰ سانتي متره او په جنوبي سالنگ کې بیا ۱۶۵ سانتي متره ښودل شوې ده او اوس مهال د واورې اورښت درېدلی دی.

همدارنگه، په کابل، تخار، سرپل، میدان وردگ، غزني، پکتیکا، لوگر، پکتیا، زابل، کندوز، بادغیس، اروزگان او نورستان ولایتونو کې د اورښت امکان شته؛ خو ټولې غځیدلې لارې یې د هر ډول ټرافیکو د تگ راتگ پرمخ پرانیستې دي.

ټولګټو وزارت هڅه کوي چې د واورې او سیلابونو له کبله بندې شوي لارې او کوتلونه د ولایتي ریاستونو او قراردادي شرکتونو سره په همغږي د ترافیکو د تګ راتګ پرمخ پرانیزي.

د یادونې وړ ده چې، ټولګټو وزارت له ځاني او مالي زیان څخه د مخنیوي په موخه له موټر چلوونکو او مسافرو څخه هیله کوي چې د تګ راتګ پرمهال ترانسپورتي مقررات په پام کې ونیسي، د موټر ځنځیر ( چاین ) وتړي، تاوده کالي او اضافه غوړيو له ځان سره ولري، له تېز تګ راتګ څخه ډډه وکړي او د مؤظفو کسانو لارښوونې په پام کې ونیسي.

.

8 months ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS