د کونړ په شلتن ولسوالۍ کې د یوه پایه پل ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

Anonymous (not verified)
Sun, Mar 20 2022 10:57 AM
د کونړ په شلتن ولسوالۍ کې د یوه پایه پل ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د کونړ په شلتن ولسوالۍ کې یوه پایه پُل د بیارغونې کار بشپړ او گټې اخیستنې ته وسپارل شو، د یاد پُل په جوړیدلو سره د شلتن ولسوالۍ د شاوخوا ۱۹ زره کورنیو د تگ راتگ ستونزې آوارې شوې دي.

دغه پل چې ۱۰۲ متره اوږدوالی او ۶ متره سور او ۱۰ ميلونه ډالر ارزښت لري، د ټولگټو وزارت له لوري ورغول شو.

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د ټولگټو وزارت د دفتر رئیس مفتي امیر عبدالله، د یاد وزارت ویاند مولوي حمیدالله مصباح، د وزارت یوشمېر رئیسانو، د کونړ د والي مرستیال او د دغه ولایت امنیه قومندان او د سیمې یوشمېر نورو مسؤلینو، دیني عالمانو او مخورو گډون کړی وو.

د غونډې په پیل کې مفتي احسان الله فاتح او حاجي ملک سلامت خان د شلتن ولسوالۍ د خلکو په استازیتوب خبرې وکړې او د ټولگټو وزارت څخه مننه وکړه.

ورپسې د کونړ د والي مرستیال مولانا عبدالله او د دې ولایت امنیه قومندان مولانا عبدالحق حقاني خبرې وکړې، د اسلامي نظام څخه ملاتړ او ساتنه یې د ټولو افغانانو وجیبه وبلله؛ هغوی همدارنگه د اسلامي امارت له مشرانو څخه وغوښتل چې د کونړ ولس ته ډېره پاملرنه وکړي.

دغه راز د غونډې په بهیر کې د ټولگټو وزارت د دفتر رییس مفتي امیر عبدالله په خپلو خبرو کې، خلکو په یووالي ټینگار وکړ او له خلکو یې وغوښتل، چې د پراختیایي پروژو په پلي کولو کې له دغه وزارت سره همکاري وکړي، هغه زیاته کړه: ټولگټو وزارت به په دې ولایت کې د نيمگړو پروژو کار بشپړ کړي.

د یادونې وړ ده، دغه پل د تخنیکي ستونزو او د اوبو د ډېر فشار له امله نړېدلی و د کونړ ولایت شیګل، اسمار، ناړۍ او شلتن ولسوالۍ د دې ولایت له مرکز اسعد آباد ښار سره نښلوي.

.

4 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS