د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د یو محراب مسجد د رغونې چارې پیل شوې.

media_admin
Thu, Jan 04 2024 9:54 AM
د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د یو محراب مسجد د رغونې چارې پیل شوې.

د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ۳۵۸۴ ګڼه حکم پر بنسټ د لویو لارو پر مسیرکې ۷۵ محرابه مسجدونه رغول کیږي، چې نن ورځ د کابل – کندهار لویې لارې پر مسیر د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د یو محراب مسجد د رغونې چارې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزاء عالي مقام اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر آخوند، د ټولګټووزارت د سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د ټولګټو وزارت د سړکونو د خونديتوب او تم ځایونو رئیس محترم انجنیر کنشکا نوري، د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم مولوي عبدالهادي یعقوب، د دامان ولسوالۍ محترم ولسوال، د یادې ولسوالۍ امنیه قومندان او یو شمېر نورو سیمه ایزو مسؤولینو په شتون کې پیل او دا مهال رسماً جریان لري.
د یاد مسجد د پرانیست غونډې په مراسمو کې د ټولګټو وزارت سرپرست وزیروه ویل؛ چې د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د لویو لارو پر مسیر په هره ۷۰ کيلومترۍ کې  یو محراب مسجد رغول کیږي  او زیاته یې کړه دغه مسجد په درې جریبه ځمکه کې رغول کیږي، چې په یو وخت کې به ۳۰۰ (۱۷۰ نارینه او ۱۳۰) شځینه لمونځ کوونکي پکې لمونځ کوي.
دغه راز د ټولګټو وزارت سرپرست زیاتوي چې یاد مسجد د ټولګټو وزارت او سعید شیرازي ودانیز شرکت ترمنځ  د ۳۵میلیونه او څلور سوه زره افغانیو په ارزښت قرارداد شوی چې د وسایطو لپاره منظم پارکینک، د ملا امام لپاره ځانګړی د اوسېدو ځای، د نارینه او ښځینه لمونځ کوونکو د لمانځه د ادا کولو لپاره جلا ځایونه او د نارینه او ښځینه لمونځ کوونکو لپاره د اوداسه جلا ځایونه په نظر کې نیول شوي دي او دغه مسجد به رغولو وروسته د حج او اوقافو وزارت ته تسليم شي.
ورپسې  د ریاست اووزرا اقتصادي مرستیال د خپلو خبر پر مهال د کابل – کندهار لویې لارې او یو شمېر نورو رغنیزو پروژو یادونه وکړه او زیاته یې کړه« خوشحاله یم چې نن د داسې یوې پروژې په پرانیسټ غونډه کې کډون کوم چې د اسلام د سپیڅلي دين لپاره خورا مهمه او ګټوره ده» هغه دغه راز زیاته کړه پردې سربیره چې د افغانستان اسلامې امارت پیاوړی اقتصاد نه لري خو بیا هم موږ د اسلامي امارت له بشپړ حاکميت وروسته سلګونه پروژې پيل کړي دي؛ نوموړي د خپلو خبرو پر مهال د واخان او چين هېواد ترمنځ نښلونکي سړک د پروژې یادونه هم وکړه چې په بشپړیدو سره به یې د تجارتي او کرنیزو توکو لیږد را لیږد په یاد مسیر پیل شي.
په پای کې ځینو نورو محلي مسولانو او دیاد وزارت د کندهار زون د پروژو مسؤل محترم انجینیر شیر حسن خوشي وال زیاته کړه، چې د یاد وزارت د انجنیرانو په استازولۍ به د یادې پروژې څخه وخت نا وخت نظارت او څارنه کو.  

د یادونې وړ ده چې د یاد مسجد د رغونې چارې به د یو کال په موده کې بشپړې شي او ټول تأسیسات به یې په سولریزې برېښنا سمبال وي. 

.

2 years ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS