د ټولګټو وزارت د اوسپنیزې کرښې مرستيال د حيرتان بندر له ترميماتي چارو ليدنه او ارزونه وکړه

media_admin
Wed, Dec 11 2024 3:13 PM
د ټولګټو وزارت د اوسپنیزې کرښې مرستيال د حيرتان بندر له ترميماتي چارو ليدنه او ارزونه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنیزې کرښې مرستيال محترم مولوي محمد اسحاق صاحبزاده او مل پلاوي بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د حيرتان بندر اړوند له ريلي تمځايونو او د ياد بندر د ترميماتي چارو د کار له جريان څخه ليدنه او ارزونه وکړه.

ښاغلي صاحبزاده د حيرتان بندر اړوند له نايب اباد، مزارشریف او پنځم پورټ ريلي تمځايونو او د تخليې او بارګيرۍ پروسې د فعاليتونو د ارزونې ترڅنګ ځايي مسوولينو ته د تخليې او بارګيرۍ د پروسې، د اسنادو د طی مراحلو د سرعت او انتقالاتو د زياتوالي په تړاو لازم هدايات ورکړل، ترڅو ددغه مسير له لارې د انتقالاتو د ظرفيت کچه لوړه شي.

نوموړي د حيرتان بندر اړوند د ترميماتي چارو بشپړېدو ته د نږدې کېدو په تړاو خوښي وښوده او ډاډ يې څرګند کړ، چې په نږدې راتلونکې کې به د ياد تمځای ترميماتي چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شي او په بشپړېدو سره به د حيرتان بندر له لارې سوداګریز انتقالات تر پنځم پورټ پورې، چې د مزارشریف هوايي ډګر ته څېرمه واقع دی؛ راورسيږي.

دامهال د سوداګريزو ريلي انتقالاتو لوړه کچه د حيرتان اوسپنيزې کرښې له لارې ترسره کيږي، چې صادرات، واردات او ټرانزيټ پکې شامل دي.

.

2 years ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS