په تېره یوه اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۶۶۲۹۸) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

media_admin
Tue, Apr 22 2025 3:25 PM
په تېره یوه اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۶۶۲۹۸) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

 په تېره یوه اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د حمل مياشتي له ۲۲ نيټې څخه د حمل تر ۲۸مې) نېټې پورې د  ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې له لارې (۶۶۲۹۸) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۵۰۷۹۲) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۴۳۶۴) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۷۶۱۲) ټنه او د خواف –هرات  له لارې (۳۵۳۰) ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال (۶۶۲۹۸) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، په تیره یوه اوونۍ کې (۵۸۲۲) ټنه ټرانزيټ او صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه میوه، د آنار جوس، کینو او کچالو دي.
 هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

.

3 months 1 week ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS