د پروان – بامیان د ۲۰ کیلومتره سړک د داغګيرۍ چارې د ۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

kalim_admin
Thu, Sep 11 2025 11:30 AM
د پروان – بامیان د ۲۰ کیلومتره سړک د داغګيرۍ چارې د ۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لورې، د پروان – بامیان د ۲۰ کیلومتره عمومي سړک، چې د پروان ــ بامیان ولایتونو د شیبر کوتل څخه د پروان ولایت تر شیخ علي ولسوالۍ پورې رسيږي؛ د ۳۲ میلیونو افغانیو په ارزښت يې د داغګيرۍ چارې د پروان ولايت د مرستیال والي محترم الحاج مولوي محمد ابوالوفاء عثماني، د ټولګټو رئيس محترم مولوي عزت الله عارف او ځايي مسؤلينو په حضور کې رسماً پیل شوې.

د پروان د ټولګټو ریاست مسؤلین وایي، چې ياد سړک ۲۰ کیلومتره اوږدوالی لري، چې چارې يې د ۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد شوي او بودجه يې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت لخوا تمویل کیږي، چې د پنځو مياشتو په موده کې به يې کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د پروان ولایت مرستیال والي الحاج مولوي محمد ابوالوفاء عثماني د سړکونو د رغونې او ترمیم پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: "د سړکونو بیارغونه او اعمار زموږ له مهمو لومړیتوبونو څخه دی. موږ هڅه کوو چې د موجودو امکاناتو او اړوندو ادارو د همکارۍ له لارې ویجاړ شوي سړکونه بېرته ورغوو او د خلکو د هوساینې لپاره لازم شرایط برابر کړو."

د پروان ولایت د شیخ علي ولسوالۍ اوسېدونکو د یاد سړک د داغګیرۍ د کار له پیل څخه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، چې د دې پروژې پلي کېدل به د سیمې خلکو ته د کاري فرصتونو برابرولو ترڅنګ د تګ-راتګ ستونزې هم تر ډېره هوارې کړي.

لکه څنګه چې اوسمهال د سالنګونو لويې لارې د بيارغونې چارې جريان لري، په همدې اساس يوشمېر باربري وسايط له همدې لارې تګ راتګ کوي. د یادې پروژې بشپړېدل به د سيمې د اوسېدونکو ترڅنګ د ملي او سیمه ‌ییز ترانزیټ په برخه کې هم ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړي.

ټولګټو وزارت هڅه کوي، چې د هیواد د لویو لارو، فرعي سړکونو، اوسپنې پټلۍ او ترانزیټي دهلیزونو د رغونې، ترميم او بیارغونې له لارې هېوادوالو ته د تګ راتګ په برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.

.

2 weeks 6 days ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS