د ښرنې - خیر کوټ سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د څه باندې ۱۰۶.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

kalim_admin
Tue, Oct 21 2025 9:15 AM
د ښرنې - خیر کوټ سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د څه باندې ۱۰۶.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پکتیکا ولایت کې د ښرنې - خیر کوټ د ۴۸ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې  د یاد ولایت د مرستیال والي مولوي عبدالسلام سعادت، د یاد ولایت د تولګتو رئیس مولوي محمد اکبرعادل او یو شمېر سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې پیل شوې.

یاده پروژه د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د ۱۰۶۸۰۰۳۰۰  افغانیو په ارزښت قرارداد شوې ده، چې د یو کال په موده کې به یې کار بشپړ شي.

د یاد سړک د کار په جریان کې به یو شمېر هېواد والو ته د کار زمینه برابره شي او په بشپړېدو سره به یې د درنو هېواد والو په ځانګړي ډول د یاد مسیر څخه د تلوونکو مسافرو د تګ راتګ، د کرنیزو او سوداګریزوتوکو د انتقال ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټولګټو وزارت د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ګڼ شمېر لویو او کوچنیو پروژو چارې پیل کړې دي او دا مهال عملاً جریان لري.

.

1 month 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS