د خواف – هرات د ۴۷ کيلومتره اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دوهم فاز رغنیزې چارې جریان لري

kalim_admin
Mon, Dec 29 2025 1:52 PM
د خواف – هرات د ۴۷ کيلومتره اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دوهم فاز رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري، د خواف – هرات د ۴۷ کيلومتره اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دوهم فاز رغنیزې او ساختماني چارې سږکال د څه باندې ۵۴ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت پیل شوې وې او دامهال یې د څه باندې ۱۰ کیلومتره برخې بنسټیزې چارې د بشپړېدو په حال کې دي او د ۵ کیلومتره برخې د کیندنې او هموار کارۍ چارې په بېلابېلو ساحو کې جریان لري.

د یادې پروژې دغه برخه ۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري، چې له ده ‌سرخ سیمې څخه پیل کيږي او تر هرات صنعتي ښارګوټي پورې غځېږي، چې په زنده جان، انجیل او گذره ولسوالیو کې یې رغنیزې چارې روانې دي.

د يادونې وړ ده، چې د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د لومړي فاز رغنیزې چارې هم جریان لري او په نږدي راتلونکي کې به بشپړې اوګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

بايد وويل شي، چې د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ په بشپړېدو سره به د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد – رالېږد نرخونه راکم شي، چې دا به د دواړو هېوادونو او سيمې ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ د ودې لامل شي.

.

4 months ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS