د قیصار – لامان سړک د ۵۰ کیلومتره برخې د رغونې چارې قرارداد شوې

kalim_admin
Wed, Feb 04 2026 9:02 AM
د قیصار – لامان سړک د ۵۰ کیلومتره برخې د رغونې چارې قرارداد شوې

د قیصار – لامان سړک د ۵۰ کیلومتره برخې د رغونې چارې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم پر بنسټ او د ټولګټو وزارت د کاري پلان له مخې له یو خصوصي ساختماني او سړک جوړوونکي شرکت سره قرارداد شوې دي، چې ډېر ژر به یې عملي چارې رسماً پیل شي.

د سړک یاده برخه د بادغیس ولایت د مقر ولسوالۍ څخه پیل او د همدې ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ لوري ته غځېږي، چې مالي لکښت یې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له بودجې څخه ورکول کیږي او د درېیو کلونو په موده کې به یې د رغونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د قیصار- لامان سړک د هېواد د حلقوي سړک برخه ده او د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له مهمو زیربنایي پروژو څخه شمېرل کېږي، چې د فاریاب ولایت څخه پیل، د بادغیس ولایت د یو شمېر ولسوالیو څخه په تیریدو د هرات ولایت تر حدودو پورې رسیږي.

دیادونې وړده، چې د دغې پروژې د کار په جریان کې به د هېواد یوشمېر ماهرو او غیر ماهرو کار کوونکو ته د کار زمینه برابره شي او له بشپړېدو سره به یې د خلکو د تګ راتګ، د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي او د انتقالاتو لګښتونه به راکم شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټولګټو وزارت د یادې لویې لارې اړوند د ۲۵ کیلومتره برخې داساسي رغونې چارې تیر کال د فاریاب ولایت له لوري پیل کړې دي او دامهال عملاً جریان لري.

.

5 months 1 week ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS