د پنجشېر – تخار د ۲۵ کیلومتره سړک د رغونې چارې د څه باندې ۴۵۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

kalim_admin
Wed, Apr 29 2026 3:46 PM
د پنجشېر – تخار د ۲۵ کیلومتره سړک د رغونې چارې د څه باندې ۴۵۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري، د هېواد د اقتصادي ودې او بیارغونې د پلان له مخې، د پنجشېر – تخار سړک د رغونې چارې د څه باندې ۴۵۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې دي، چې دا مهال د پنجشېر ولایت د والي محترم الحاج حافظ محمدآغا حکیم د یاد ولایت د ټولګټو رئیس مولوي محمد فهیم موحد او یو شمېر سیمه ‌ییزو مسؤلینو په شتون کې پیل شوې.

دغه سړک ۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د پنجشېر ولایت د پریان ولسوالۍ له خاواک سیمې څخه پیل او د تخار ولایت تر ورسج ولسوالۍ پورې رسېږي او په اوږدو کې یې د یو شمېر پلګوټو او استنادي دېوالونو د جوړولو چارې هم شاملې دي، چې د نړیوالو انجنیري اصولو سره سم به یې کار بشپړ شي.

د یاد سړک د کار په جریان کې به د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته کار زمینه برابره شي او په بشپړېدو سره به یې د شمال ختیځ ولایتونو او کابل ترمنځ واټن راکم شي، د سالنګ لپاره به یو مهم بدیل مسیر رامنځته شي او د سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو د پراختیا ترڅنګه به د خلکو تګ راتګ اسانه او چټک شي.

.

8 months ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS