د حيرتان – مزار شریف د اوسپنې پټلۍ د پنځم پورټ د ترمیماتو چارې بشپړې او بیاځلې فعاله شوه

kalim_admin
Sat, May 23 2026 7:59 AM
د حيرتان – مزار شریف د اوسپنې پټلۍ د پنځم پورټ د ترمیماتو چارې بشپړې او بیاځلې فعاله شوه

د حيرتان ـ مزارشريف د اوسپنيزې کرښې د پنځم پورټ د ترميم  چارې بشپړې او نن د ا.ا.ا د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر آخند، د ټولګټو وزارت محترم وزير الحاج ملا محمد عيسی ثاني، د ازبکستان هېواد د ریل پټلۍ رئیس ظفر غیاث اویچ نظرالله اوف او يو شمېر نورو لوړپوړو مسؤلينو په شتون کې رسماً ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د مراسمو په پیل کې د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر آخند په هېواد کې د اوسپنې پټلۍ شبکو د پراختيا په برخه کې  د ټولګټو وزارت هڅې وستايلې او همداراز يې د ازبیکستان هېواد له همکاریو څخه مننه وکړه.

نوموړي زياته کړه، چې د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې اړيکې د پخوا په پرتله لا پياوړې شوې دي، او د دغو اړيکو د لا پراختيا په موخه د بلخ ولایت د محترم والي صاحب په مشرۍ له اړوندو ادارو څخه ګډه کمېټه ټاکل شوې ده.

دغه راز نوموړي زیاته کړه، چې دا مهال په هېواد کې امنیت له بل هر وخت ښه دی او په افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره د پانګونې ښه زمینه برابره ده.

د یادو مراسمو په لړ کې د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني وویل، چې دا مهال ټولګټو وزارت د هېواد د څلورو فعالو بندرونو له لارې پرله‌ پسې انتقالات لري. همدارنګه د حیرتان – مزار شریف څلورم پورټ مخکې فعال شوی و او دا مهال پنځم پورټ ٥٠ واګونه ظرفيت لري، هڅه کېږي چې دا شمېره نو ٢ یا ٣ سوه ته لوړه شي.

نوموړي زیاته کړه، چې د حیرتان – هرات ۶۵۷ کیلومتره اوسپنې پټلۍ د سروې او ډیزاین چارې د ازبیکستان له لوري پیل شوې او دا مهال جریان لري.

 همدارنګه د تورغونډۍ – هرات – کندهار – سپین بولدک ۸۷۸ کیلومتره اوسپنې پټلۍ د سروې او ډیزاین چارې د بشپړېدو په حال کې دي او په نږدې راتلونکي کې به یې ساختماني چارې پیل شي. دغه راز په هېواد کې د یو شمېر نورو اوسپنیزو کرښو ساختماني چارې هم روانې دي.

د اوزبکستان اوسپنې پټلۍ محترم رئیس ظفر غیاث اویچ نظرالله اوف هم په دغو مراسمو کې خبرې وکړې او وه یې ویل: د افغانستان او اوزبکستان دوه اړخیزه همکاري په هره برخه کې د پراختیا په حال کې ده، چې د اوسپنې پټلۍ یې ښکاره بېلګه ده.

نوموړي دغه راز زیاته کړه، د روان کال له پیل څخه تر اوسه پورې د تېر کال په پرتله د انتقالاتو کچه لوړه شوې ده. موږ هڅه کوو د خپلو افغان وروڼو سره په همکارۍ دا کچه لا نوره لوړه او د انتقالاتو چټکتیا، بارګیرۍ او تخلیې کې لا ډېرې آسانتیاوې رامنځته کړو.

همدارنګه د نایب آباد اوسپنې پټلۍ استېشن لا نورې پراختیا لپاره چمتووالی لرو او هڅه کوو د واګونونو د تګ راتګ شمېر تر ۷۰۰ پورې لوړ کړو.

د حيرتان ـ مزارشريف اوسپنيزه کرښه ټولټال د پنځه پورټونو په لرلو سره ۱۰۶ کیلومتره اوږدوالی لري، چې  ۷۵ کیلومتره یې اصلی کرښه او۳۰ کیلومتره نوره یې فرعي کرښه ده،چې د ترميم چارې د يو ازبیکستاني شرکت له لوري د ۶ ميليونه او ۳۰۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت پيل شوې وې، چې اوس يې د پنځم پورټ چارې هم په بشپړ ډول پای ته رسېدلې دي.

د یادونې وړ ده، د حيرتان ـ مزارشريف اوسپنيزه کرښه د هېواد له مهمو اقتصادي او سوداګريزو دهلېزونو څخه شمېرل کېږي، چې د افغانستان او سيمې ترمنځ د سوداګريزو اړيکو په پراختيا کې مهم رول لري او له دې وروسته به د سوداګريزو توکو د لېږد رالېږد بهير لا اسانه او د انتقالاتو کچه به لوړه شي.

.

8 months 4 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS