د ټولګټو وزیر د دوشي – بامیان سړک د بېلابېلو برخو د کار له جریان څخه ليدنه وکړه

kalim_admin
Mon, Jun 01 2026 10:23 AM
د ټولګټو وزیر د دوشي – بامیان سړک د بېلابېلو برخو د کار له جریان څخه ليدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې يوشمېر رئيسانو او تخنیکي انجينيرانو يې ملتیا کوله، میدان وردګ، بامیان او بغلان ولایتونو ته سفر وکړ او د یاد سفر په ترڅ کې يې د دوشي – بامیان سړک د بېلابېلو برخو  له کاري بهير ليدنه وکړه.

د دوشي - بامیان مسیر د هېواد یو مهم او ټرانزیټي مسیر دی، چې د سوداګريزو توکو او کرنيزو محصولاتو د لیږد رالیږد ترڅنګ د سالنګونو لویې لارې لپاره هم د يو بديل مسير حیثیت لري.

دغه سړک ۱۵۲ کیلومتره طول لري، چې د باميان ولايت له دوآب بلوله سيمې څخه پيل او د بغلان ولایت تر دوشي سیمې پورې رسېږي چې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د څه باندې ۶۴۹.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوی و او دا مهال یې د ۹۰ کیلومتره سړک د پراخولو، پر کارۍ او کتنګ چارې، چې شاوخوا د پروژې ۶۰ سلنه برخه جوړوي، بشپړې شوې دي.

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د ياد سفر پر مهال د دوشي- باميان پروژې مسؤلینو او تخنیکي ټیمونو ته د کار د ښه ترسره کولو او غوره کیفیت په هکله لازمې لارښونې وکړې او ورته يې وويل، چې د یادې پروژې چارې دې په ټاکلي وخت پای ته ورسوي.

دغه راز د دوشي - بامیان پروژې مسؤلينو محترم وزیر صاحب ته ډاډ ورکړ، چې د یادې پروژې چارې به د ټولګټو وزارت له تخنيکي مشخصاتو سره سمې او په ټاکلي وخت پای ته ورسوي.

د يادونې وړ ده چې د دوشي - بامیان مسیر ځانګړی ټرانزیټي او اقتصادي اهميت لري، چې په بشپړيدو سره به يې د درنو هېوادوالو د سفر ستونزې هوارې شي، د بار وړونکو او مسافر وړونکو وسایطو په هوسا تګ راتګ کې د پام وړ اسانتياوې رامنځ ته شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني تیره ورځ د ميدان وردګ - جلریز پروژې له رغنيزو چارو څخه هم لیدنه وکړه او د پروژې تطبيق کونکو ټيمونو ته يې د کار د چټکتيا او لا ښه والي په موخه لازمې لارښونې وکړې.

.

9 months 1 week ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS