د ټولګټو وزیر د کابل ـ کندهار لویې لارې پر مسیر د جوماتونو د جوړولو د پروژو له چارو څخه لیدنه وکړه
د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر پر مهال د کابل ـ کندهار لویې لارې پر مسیر د جوماتونو د جوړولو د پروژو د تطبیق او پرمختګ له بهیر څخه لیدنه وکړه.
د ټولګټو محترم وزیر د یادې لیدنې پر مهال انجینرانو، تخنیکي ټیمونو، د پروژو مسؤلینو او د څارنې ټيمونو ته لارښوونه وکړه، چې د دغو پروژو چارې د ټولګټو وزارت تخنیکي معیارونو او مهالویش سره سمې پر مخ یوسي او د پروژو د چارو پر وخت او معیاري بشپړېدو ته دې جدي پاملرنه وکړي.
د ټولګټو وزیر د پروژو د کیفیت د ښه څارنې، د پروژو پرمختګ د ارزونې او د بنسټیزو پروژو د تطبیق د څرنګوالي د څېړنې په موخه تل د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه کوي او د پروژو د پلي کيدو بهیر له نږدې ارزوي.
د يادونې وړ ده چې ټولګټو وزارت د کابل ـ کندهار او کندهار ـ هرات لویو لارو پر مسیر د یو شمېر جوماتونو د جوړولو چارې پیل کړې دي، چې د ټولګټو محترم وزیر د کابل - کندهار لويې لارې په اوږدو کې د پنځو جوماتونو د رغونې له چارو څخه لیدنه وکړه.
