د کندهار – هلمند د دویم لین سړک د دویمې او درېیمې برخې د جوړولو چارې د ۵۲ کیلومتره اوږدوالي سره جریان لري
د کندهار – هلمند (باغ پل – ګرشک) د دویم لین سړک د دویم او درېیم لاټونو د اساسي رغونې چارې ۵۲ کیلومتره اوږد والي سره د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې دي او په بېلابېلو برخو کې یې چارې په منظم ډول جریان لري.
د کندهار – هلمند (باغ پل – ګرشک ) دویم لین سړک ټولټال ۱۰۴ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د کندهار له باغ پل سیمې څخه پیلېږي او د ګرشک تر دوراهي پورې غځېدلی دی. اوس مهال یې د دویمې او درېیمې برخې د جوړولو چارې په عملي ډول روانې دي او د پاتې برخو د رغونې کاریې هم د ټولګټو وزارت په پلان کې شامل دی.
د دې سړک دویمه برخه ۲۶ کیلومتره اوږدوالی، ۷.۳ متره پلنوالی او په دواړو غاړو کې ۳-۳ متره د سړک غاړې (شولډرونه) لري، چې په اوږدو کې یې د ۸۱ پایو پلګوټو د جوړولو چارې هم شاملې دي او تر دا مهاله یې د ۵۴ پایو پلګوټو چارې بشپړې شوې او د پاتې نورو چارې یې هم په چټکۍ سره روانې دي. یاده پروژه ۳۰ سلنه فزیکي پرمختګ لري.
دغه راز د یاد سړک درېیمه برخه هم ۲۶ کیلومتره اوږدوالی لري، چې په اوږدو کې یې د یوه پایه ۴۰ متره پل، ۶۸ پایو پلګوټو او د ۲۰۰ مترو په اوږدوالي او ۱۲.۵ مترو په پلنوالي سره د دوو واشونو د جوړولو چارې هم شاملې دي.
د یادونې وړده چې تر دامهاله د یادې برخې د ۶۶ پایو پلګوټو د رغونې چارې بشپړې شوې او د پاتې نورو برخو چارې یې هم په منظم ډول روانې دي. د سړک دغه برخه ۲۵ سلنه فزیکي پرمختګ لري.
ټولګټو وزارت هڅه کوي، چې د هېواد د ترانسپورتي زېربناوو په برخه کې د پراختیايي پروژو په پلي کولو سره هېوادوالو ته د اسانه او خوندي تګ راتګ او سوداګرو ته د سوداګریزو توکو د هوسا لېږد رالېږد زمینه برابره کړي.
