د کندهار - سپین بولدک د دويم سړک د جوړېدو مثبتې اغېزې! 

Anonymous (not verified)
Mon, Apr 12 2021 11:57 AM
د کندهار - سپین بولدک د دويم سړک د جوړېدو مثبتې اغېزې! 

سړک ملي شتمني ده او د هغه ساتنه د هیواد د هر وګړي دنده ده.د سړکونو جوړول د هیواد د ټولنیز، اقتصادي، فرهنګي، سیاسي، سوداګريز  او امنیتي وضعیت په وده کې ستر رول لري. په افغانستان کې تر ټولو زیات تګ - راتګ د سړکونو په وسيله تر سره کېږي؛ په دې معنى چې بحري لارې -ګودرې نلري او د هوا له لارې د لېږد-رالېږد امکانات يې محدود او په اقتصادي لحاظ ګران تمامېږي.
همدې کټې ته په کتو ټولګټو وزارت ته د ټول هیواد په کچه د سړکونو د جوړولو اصلي مسولیت ور تر غاړې دى، ځکه چې سړکونه يوازې د انسانانو د سفري موخو يا تګ - راتګ لپاره ندي؛ بلکې پر دې سربېره د سوداګرۍ، کرهڼې، ټولنيزو اړيکو، عامه خدماتو او ثبات په وده کې هم ستره ونډه لري.
د ټولګټو وزارت له مهمو پروژو څخه يوه يې هم د کندهار او سپین بولدک د لويې لارې دويم سړک دى، چې نن درې بجې به رسماً د هیواد ولسمشر محمد اشرف غني او د ټولګټو وزیر انجینر نجیب الله یمین له لوري پرانیستل شي. دغه سړک له کندهار ښار څخه پيل، له ارغستان او تخته پول ولسواليو تېرېږي او په پاى يې سپین بولدک ولسوالۍ ته رسېږي . دا سړک ۴۰ کیلو متره اوږدوالی او ۱۱.۲ متره سور لري، چې څه باندې یو میلیارد افغانۍ بوديجه پرې لګول شوې ده. دا پروژه د دولت یوه مهمه پروژه ده، چې خورا زیات ټولنیز او اقتصادي اهمیت لري.
د دې سړک جوړېدو د ځایي خلکو لپاره زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړې دي، لکه: په تګ راتګ کې د وخت سپما، روغتیايي او ټرانسپورټي خدمتونو ته اسانه او ارزانه لاسرسی، د ټرافيکي پېښو کموالى، د توکو د لیږد - رالیږد په برخه د لګښت او وخت سپما او همداسې نورې ښېګڼې...
 د سړک دغې پروژې د پورتنیو کټو سربېره د سیمې اوسیدونکو ته نورې ګټې هم رسولې دي؛ کاري فرصتونه یې ورته مهیا کړي، د افغانستان او پاکستان تر منځ د ټرانزیټ چارې یې اسانه کړی، د هوا ککړتیا يې راکمه کړې او د ټولنیزو - فرهنګي اړيکو په وده کې هم ګټورې اغېزې درلودلى شي.

//////

تاثیرات مثبت لین دوم سرک کندهار- سپین بولدک 
#سرک سرمایه ملیست حفظ و مراقبت آن وجیبه ملی هرشهروند کشور میباشد.
====== 
ساخت  لین دوم سرککندهار- سپین بولدک، ولسوالی های ارغستان، تخته پل و سپن بولدک را باهم وصل ساخته است ۴۰ کیلومتر طول، ۱۱.۲ متر عرض دارد، به قیمت بیشتر از یک میلیارد افغانی بایک شرکت ساختمانی خصوصی قرار داد شده بودکه یکی از مهمترین پروژه های دولت می باشد و از اهمیت اجتماعی و اقتصادی برخوردار است.
اعمار این سرک فاصله های زمانی را کوتاه ساخته، دسترسی مردم محل به خدمات صحی و ترانسپورتی را آسانتر و زمینه را برای رشد تولیدات محلی مهیا ساخته است، بهبود وضعیت زندگی، تسهیل در ترانزیت افغانستان و پاکستان را به همراه دارد، در جریان کار ساختمان برای شماری از باشندگان مسیر سرک شغل ایجاد نموده بود که تکمیل شدن آن در کاهش آلودگی محیط زیست رول مهم داشته و سهولت های اجتماعی را به بار آورده است. 


 د ټولګټو وزارت - کابل

.

3 months 1 week ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS