د بګرام – جبل السراج دویم لین سړک د قیر اچونې چارې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري پیل شوې
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري، د بګرام له دوهلارې څخه د پروان ولایت د جبلالسراج ولسوالۍ تر بازار پورې د ۲۵.۶ کیلومتره په اوږدوالي او ۱۰.۲ متره پلنوالي سره د کابل – پروان د دویم لین سړک، د پاتې برخو د قیر اچونې چارې د پروان ولایت د والي محترم الحاج شیخ عزیزالرحمن منصور، د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم الحاج مولوي عزتالله عارف، د قراردادي شرکت د مسؤلینو او یو شمېر سیمهییزو مسؤلینو په شتون کې رسماً پیل شوې.
په یاده پروژه کې د بګرام – جبلالسراج د دویم لین سړک د پاتې برخو د قیر اچونې چارې شاملې دي، چې یوه برخه یې پخوا بشپړه شوې وه؛ خو پاتې چارې یې د ټولګټو وزارت له لوري د ۳۴۲ میلیونه افغانیو په ارزښت له یوه خصوصي شرکت سره قرارداد شوې دي او دا مهال یې عملي چارې روانې دي.
یاد سړک د هېواد له مهمو ترانسپورتي لارو څخه شمېرل کېږي، چې د هېواد پلازمېنه له شمالي ولایتونو سره نښلوي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به د وسایطو په تګ راتګ، د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو په لېږد را لېږد کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.
ټولګټو وزارت د ترانسپورتي زیربناوو په برخه کې د نویو پراختیايي پروژو د پلي کولو ترڅنګ، د پخوانۍ ادارې د یو شمېر نیمګړو او پاتې پروژو چارې هم بېرته پیل کړې او قراردادونه یې تمدید کړي دي، ترڅو هېوادوالو ته غوره او معیاري ترانسپورتي خدمات وړاندې شي.
د ټولګټو وزارت هڅه کوي، چې د زیربنایي پروژو چارې په غوره کیفیت او د تخنیکي معیارونو سره سم بشپړې کړي.
