د ټولګټو وزارت محترم وزیر د چک – دایمیرداد سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه او ارزونه وکړه
د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني د یاد وزارت د تخنیکي رئیسانو په ملتیا میدان وردګ ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د چک – دایمیرداد سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه او ارزونه وکړه.
دغه سړک ۶۰ کیلومتره اوږدوالۍ لري چې د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ څخه پيل د یاد ولایت تر دایمیرداد ولسوالۍ پورې رسېږي او دامهال یې په بېلابېلو ساحو کې د کیندنې، هموار کارۍ او پلګوټو د جوړولو چارې روانې دي.
د یادې لیدنې په لړ کې د ټولکټو وزارت محترم وزیر د یادې پروژې تطبیق کوونکو ټیمونو او د قراردادي شرکت مسئولینو ته د کار د چټکتیا، غوره کیفیت، با کیفیته موادو کارولو، د کار په ساحه کې د ماشینرۍ زیاتولو او د پروژو پر وخت بشپړولو په هکله لازمې لارښوونې وکړې.
د یادونې وړ ده چې د قراردادي شرکت مسؤلینو هم ډاډ ورکړ، چې د دغو پروژې چارې به په غوره کیفیت، تخنیکي مشخصاتو او ټاکلي وخت پای ته ورسوي.
د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر
