د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۵:۶
د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک د ننګرهار ولايت له لوري د ۲۲ کیلومتره لومړۍ برخې، ۲۱.۴ کیلومتره دریمې برخې او  د کابل ولایت له لوري د ۳۲ کیلومتره دویمې برخې له رغنیزو چارو څخه په داسې حال کې لیدنه وکړه، چې د مالیې وزارت مالي معین محترم حاجي عبد القدیر احمد، د ننګرهار ولایت ټولګټو رئيس محترم مولوي احمد احمدي، د پروژو د مدیریت رئیس محترم انجنیر اېمل عمر او د ټولګټو وزارت تخنیکي ټيم یې هم ملتیا کوله.

د یادې لویې لارې د دویم لین سړک د پاتې برخو چارې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت لخوا په ۳ برخو کې پیل شوې وې، چې لومړۍ برخه یې  ۲۲ کیلومتره اوږد والی لري او په اوږدو کې یې د ۶ پایې پلونو، ۴۲۹۸ متره استنادي دېوالونو او ۱۱۰ پایو پلګوټو د رغونې چارې شاملې دي، چې اوس مهال یې د ۳۵ پایو پلګوټو او  د ۶۰۰ متره استنادې دیوالونو چارې بشپړې شوې دي او په بیلابیلو پرمختګونو سره یې د کندن کارۍ، پرکارې او پراخولو چارې هم ترسره  شوې دي.

د دغې لویې لارې درېیمه برخه ۲۱.۴ کیلومتره اوږدوالی لري، چې رغنیزي چارې یې د ټولګټو وزارت لخوا د یو خصوصي شرکت سره قرارداد شوې دي، د سړک د دغې برخې په اوږدو کې د ۱۱۳ پایو پلګوټو، دوه پایو پلونو او ۱۷۸۳ متره استنادي دېوالونو د رغوونې چارې شاملې دي چې دا مهال یې په بېلابېلو برخو کې چارې په چټکۍ سره جریان لري.

همدارنګه د یادې لویې لارې دویمه برخه ۳۲ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د کندن کارۍ، هموارکارۍ او مصنوعي ساختمانونو د رغونې چارې په بېلابېلو پرمختګونو سره جریان لري.

د یادې لیدنې په لړ کې د ټولکټو وزارت محترم وزیر د یادو پروژو تطبیق کوونکو ټیمونو او د قراردادي شرکتونو مسئولینو ته د کار د چټکتیا، غوره کیفیت، با کیفیته موادو کارولو، د کار په ساحه کې د ماشینرۍ زیاتولو او د پروژو پر وخت بشپړولو په هکله لازمې لارښوونې وکړې او د قراردادي شرکتونو مسؤلانو هم ډاډ ورکړ، چې د دغو پروژو چارې به په غوره کیفیت، تخنیکي مشخصاتو او ټاکلي وخت پای ته ورسوي.

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د کابل–جلال‌اباد لویې لارې اقتصادي، ټرانزیټي او ستراتیژیک اهمیت ته په کتو، د هېواد د مهمو مواصلاتي مسیرونو د لا پراختیا، د تګ راتګ د اسانتیا او د هېوادوالو او سوداګرو د ټرانسپورټي ستونزو د کمولو په موخه، د یادې لویې لارې د دویم لین سړک د اساسي رغونې چارې پیل کړې دي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۵۷
Background image

د بامیان–دایکندي سړک د ترمیم او جغل اچونې چارې د څه باندې ۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د بامیان–دایکندي مسیر د ۵۷ کیلومتره سړک د ترمیم او جغل اچونې چارې د څه باندې ۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې دي، چې تېره ورځ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د ۵ کیلومتره سړک د اساسي بیارغوونې چارې د څه باندې ۲۷.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري په کاپیسا ولایت کې د صیاد پل څخه تر ګلدان چوک پورې د ۵ کیلومتره سړک د بیارغوونې چارې د ۲۷ میلیونه او ۲۵۰ زره افغانیو په ارزښت د خصوصي سکټور سره قرارداد او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۵۴
Background image

د پنجشېر ولایت عمومي سړک د داغګیرۍ چارې د ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د پنجشېر ولایت عمومي سړک د ترمیم چارې د ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد او د پنجشیر ولایت د والي محترم الحاج حافظ محمد آغا حکیم، د. . .

BACK TO NEWS