د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د دوو محرابه مسجدونو رغنیزې چارې په مجموعي ډول د څه باندې ۶۲ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

kalim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۳۶
د کابل – کندهار لویې لارې اړوند  د دوو محرابه مسجدونو رغنیزې چارې په مجموعي دول د څه باندې ۶۲ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د میدان وردګو ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې یو محراب مسجد رغنیزې چارې د ۳۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت او د زابل ولایت اړوند د کلات مسجد رغنیزې چارې د ۳۰.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګتو وزارت لخوا درنو هېواد والو او موټرچلوونکو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې وې ، چې دا همال یې چارې بشپړې او یاد مسجدونه  د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د دغو مسجدونو د پرانیستې په مراسمو کې د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، یو شمېر نورو مسؤلینو، علماوو او قومي مخورو ګډون کړی و.

د مراسمو په لړ کې د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارني معین محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي په خپلو خبرو کې وویل، په لویو لارو کې د مسافرینو لپاره د مسجدونو جوړول یوه مهمه اړتیا ده او د ټولګټو وزارت هڅه کوي چې په ټول هېواد کې د سړکونو، پلونو، مسجدونو او نورو ترانسپورتي زیربناوو د جوړولو او بیارغونې له لارې خلکو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

د یادونې وړ ده، ټولګټو وزارت د کابل -کندهار او کندهار -هرات لویې لارې په اوږدو کې د ۱۴ محرابه مسجدونو د جوړولو چارې پیل کړې وې، چې دا مهال د یادو مسجدونو سربېره، د غزني  د آب بند ولسوالۍ، د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ، د کندهار ولایت د میوند بالا او د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ د مسجدونو چارې بشپړې شوې دي او د پاتې نورو مسجدونو کارونه به چټکۍ سره جریان لري.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۳:۴۵
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د سالنګونو لویې لارې د اساسي بیارغونې له چارو څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې د دغه وزارت د سالنګونو دساتنې او څارنې رئیس او د پروان ولایت د ټولګټو ریاست رئیس یې هم ملتیا کوله، تېره پنجشنبه سالنګونو ته سفر وکړ.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۲۹
Background image

په بغلان ولایت کې د ساتنې او څارنې دوه پروژې د ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د بغلان ولایت د پلخمري – کندز لویې لارې د ترمیم او داغ‌ګیرۍ چارې د ۱۷ میلیونه افغانیو په ازښت او د پلخمري –  دوشي لویې لارې اړوند د کفترخانې په سیمه کې د ۳۵ مترو په اوږدوالي د استنادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۱:۱۸
Background image

د اوسپنېزې لارې ادارې عمومي رئیس د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په سیمه‌ ییزه غونډه کې د ګډون په موخه قزاقستان هېواد ته روان شو

د ا.ا.ا د اوسپنېزې لارې ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح، د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په سیمه ییزه غونډه کې د ګډون په موخه د قزاقستان. . .

BACK TO NEWS