د ښرنې - خیر کوټ سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د څه باندې ۱۰۶.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پکتیکا ولایت کې د ښرنې - خیر کوټ د ۴۸ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د یاد ولایت د مرستیال والي مولوي عبدالسلام سعادت، د یاد ولایت د تولګتو رئیس مولوي محمد اکبرعادل او یو شمېر سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې پیل شوې.
یاده پروژه د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د ۱۰۶۸۰۰۳۰۰ افغانیو په ارزښت قرارداد شوې ده، چې د یو کال په موده کې به یې کار بشپړ شي.
د یاد سړک د کار په جریان کې به یو شمېر هېواد والو ته د کار زمینه برابره شي او په بشپړېدو سره به یې د درنو هېواد والو په ځانګړي ډول د یاد مسیر څخه د تلوونکو مسافرو د تګ راتګ، د کرنیزو او سوداګریزوتوکو د انتقال ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې ټولګټو وزارت د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ګڼ شمېر لویو او کوچنیو پروژو چارې پیل کړې دي او دا مهال عملاً جریان لري.