په کابل کې د ۳.۹۵ کيلومتره کانګريټي سړک رغنېزې چاري ۴۸ سلنه بشپړې شوې
دغه کانګريټي سړک چې د پلازمېنې کابل د دشت سقاو له مايان سېمې څخه پیل او د کابل ولايت تر چهار آسياب ولسوالۍ پورې غځېدلی ۳.۹۵ کيلومتره اوږدوالی لري.
د ياد سړک رغنېز تړون د ټولګټو وزارت او يوه خصوصي ودانېز شرکت تر منځ لاسلیک شوی؛ چې تر دې مهاله يی رغنېزې چارې ۴۸ سلنه بشيړي شوي او مالي لګښت يې د هيواد له ملي بودېجې څخه ورکول کيږي.
ددغې پروژې د رغنېز جريان پر مهال د سېمې خلکو ته په مستقيم او غيري مستقم ډول کاري فرصتونه برابر شوي چې له بشپړيدا سره به یې خلک له ګڼو آسانتياوو څخه برخمن شي.
د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر