ټولګټو وزارت د نوي تشکیل له مخې ۲۱ تنه رییسان او ۱۰ تنه د ډیزاین د بورډ غړي معرفي کړل

Anonymous (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۲ - ۱۹:۱۰
ټولګټو وزارت د نوي تشکیل له مخې ۲۱ تنه رییسان او ۱۰ تنه د ډیزاین د بورډ غړي معرفي کړل

ټولګټو وزارت چې د اصلاحاتو پراخه لړ‎ۍ یې پیل کړې او د وزارت تخصصي برخو ته د هېواد تکړه کدرونه جذبوي؛ نن سه شنبه یې همدې موخې ته رسېدنې لپاره ۳۱ کسان چې د آزادې سیالۍ له لارې بریالي او د جلالتماب جمهور رییس د حکم پر بنسټ ګومارل شوي و د یو لړ مراسمو پر مهال د وزارت کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.

په دې کسانو کې۱۰ تنه متخصصین په لومړي بست کې د ډیزاین بورډ، لس تنه د مرکزي ریاستونو او ۱۱ تنه نور د ټولګټو د ولایتي رییسانو په توګه اړوندو ریاستونو ته ور وپېژندل شول.

د دغو کسانول د پېژندنې لپاره په نیول شویو مراسمو کې د ټولګټو وزیر انجنیر نجیب الله یمین وویل چې بریالي شوي رییسان یوازې او یوازې د وړتیاوو او تخصص پر بنسټ ګومارل شوي.

ښاغلي یمین له ټولو رییسانو څخه هېواد ته په رښتینې توګه د خدمت کولو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې افغانستان د آبادۍ لپاره ستاسو په څېر ژمنو کسانو ته اړتیا لري.

ټولګټو وزارت د سړکونو د غوره ډیزاین لپاره یو تخصصي بورډ رامنځته کړی چې د لس تنو غړو په درلودلو سره به د سړکونو په ډيزاین کې له ټولو معیارونو څخه کار واخلي.

د دې بورډ مشر انجنیر محمد نور نعیمي او غړي یې؛ حمیدالله روفي، محمد داود واحد یار، ضربت امین احمدزی، عبدالحلیم اعتماد، ګل ولي حقمل، سید نظیر حکیمي، حسان شهیر، فرهاد خیاباني او دانش ودید دي.

همدا شان د مرکزي ریاستونو لپاره په دویم بست کې محمد رحیم صالح زی د څارنې او ارزونې رییس، عبدالرحمن کاکړ د سروې او ډیزاین ، محمد شفیق طارق د پروژو د کیفیت د تنظیم، عبدالواسع صابري د سړکونو د ساتنې او څارنې، غلام بهاوالدین وزیري د تلو چارو د تنظیم، نصر الله مومند د زیانمنونکو ځایونو، ارصلاح مجیدي د سړکونو او تمځایونو د خوندیتوب، خان محمد فقیري د پروژو د مدیریت او کنشکا نوري د استملاک د رییسانو او همدارنګه ذبیح الله رسولي په لومړي بست کې د ټرانسپورټي زېربناوو د انسټیټېوټ د رییس په توګه معرفي شول.

د دې مراسمو پر مهال احمدزی مجددي د فاریاب، بخروالدین د کندهار، عبدالرحمن رحماني د بادغیس، ظفرخان احمدزی د بغلان، فرید ننګ د بلخ، زبیر احمد ورسجي د بامیانو، حامد همدرد د فراه، احمد فواد شهیم د کاپیسا، عبدالروف د ننګرهار، صدیق الله رحیمي د لغمان او میوند خپلواک د خوست ولایت د ټولګټو د رییسانو په توګه په دویم بست کې پر کار پیل وکړ.

یادو ګمارل شویو کسانو ژمنه وکړه چې په خپل ټول توان سره به د وطن د آبادۍ لپاره صادقانه ورسپارل شوې دندې پر مخ وړي او د فساد پر وړاندې به هم جدي مبارزه کوي.

1 year 1 month ago

.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

رئیس جدید تضمین کیفیت پروژه‌های وزارت فواید عامه معرفی شد

بر اساس پیشنهاد وزارت فواید عامه و حکم شماره (۲۳۷۸) مورخ (۲۵/۴/۱۴۴۸) مقام عالی ریاست‌الوزراء، محترم انجنیر محمد اکبر فایق در بست دوم  به‌ حیث رئیس جدید تضمین کیفیت پروژه‌های وزارت فواید. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

کار بازسازی سرک بندر شیخ ابونصر فراهی به طول ۶۴ کیلومتر آغاز شد

کار بازسازی  سرک میل ۷۸ (ابونصر فراهی) ولایت فراه به طول ۶۴ کیلومتر، از سوی جمهوری اسلامی ایران در همآهنگی با وزارت فواید عامه ا.ا.ا، روزگذشته با حضور محترم ملا محمد حافظ مجاهد، والی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

کار ترمیم فرش سرک شاهراه بادغیس – هرات به ارزش بیش از ۳۱.۷ میلیون افغانی آغاز شد

کار ترمیم فرش سرک و ساخت دیوارهای استنادی شاهراه بادغیس – هرات، از ساحه قلعه‌نو - بازار لامان ولایت بادغیس را به ارزش بیش از ۳۱.۷ میلیون افغانی، از سوی وزارت فواید عامه ا.ا.ا، با حضور. . .

BACK TO NEWS