د زابل ولایت د دریو ولسوالیو د سړک ویجاړې برخې او پُلگوټي ترمیم شول

د زابل لایت د ټولگټو ریاست له شته امکاناتو او ماشینري څخه په استفادې سره د دې ولایت د میزانې، شهرصفا او شینکۍ ولسوالیو د سړک ویجاړې شوې برخې او هغه پُلگوټي ترمیم او بیارغولي، چې د ورستیو سیلابونو له امله ویجاړ شوي وو.
د دې ولایت د ټولگټو ریاست، د میزانې ولسوالۍ پر غځېدلي سړک ۳ پایې پُلگوټي او د شهرصفا ولسوالۍ د غځېدلي سړک د کنډکپر برخو د بیا ډکولو او هموارولو ترڅنگ ویجاړ شوي پُلگوټي ترمیم کړي دي.
همدارنگه د دې ولایت د ټولگټو ریاست له لوري د شینکۍ ولسوالۍ سړک، د بندو پُلگوټو د پاک کاري او پرانیستلو او له دې اسفالټ سړک څخه د اوبو د مخنیوي کار دوام لري، چې له بشپړېدو سره به یې د یادو ولسوالیو د اوسیدونکو د تگ راتگ ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي.