د ټولگټو وزارت تخنیکي معین معرفي شو

Anonymous (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۱ - ۱۰:۱۲
د ټولگټو وزارت تخنیکي معین معرفي شو

د ا.ا.ا، د مشرتابه د ۱۴/۸/۱۴۴۳ نیټې د ۴۱۵ گڼه حکم پر بنسټ محترم مولوي عبدالکریم د ټولگټو وزارت تخنیکي معین وټاکل شو، چې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دې وزارت کارکوونکو ته ور وپیژندل شو.

په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د چارو ادارې مرستیال محترم شیخ نورالحق انور، د ټولگټو وزارت سرپرست محترم الحاج ملا عبدالمنان عمري، یو شمیر رئيسانو او کارکوونکو گډون کړی وو.

په غونډه کې د چارو ادارې مرستیال محترم شیخ انورالحق انور خبرې وکړې ویې ویل: تغیر او تبدیل په هر نظام کې یو اصل دی او په اسلامي امارت کې دا معیار شفافیت دی او هغه څوک چې د اسلامي امارت له لوري په دنده گمارل کېږي ټوله پاملرنه یې د هیواد ابادي او اقتصادي پرمختگ ته وي، هغه همدارنگه زیاته کړه موږ ټول باید د یوه ځان بسیا افغانستان لپاره په گډه کار وکړو تر څو هیواد مو له اوسني وضعیت څخه وژغورل شي.

ورپسې د ټولگټو وزارت سرپرست محترم الحاج ملا عبدالمنان عمري خبرې وکړې ويې ویل: اسلامي نظام د الله تعالی نعمت دی او په دې نظام کې چوکۍ یو ستر الهي امانت دی او د دې امانت ساتنه باید وشي؛ هغه د تیر نظام د مسؤولینو فساد، د بیت المال او ولس پر وړاندې بې تفاوتي ته په اشارې سره وویل: ټول نظامونه د خپلو حاکمانو د کړنو له کبله سقوط کوي، هغه همدارنگه وویل: په ا.ا، کې قومي او ژبنی تعصب ځای نه لري او اوسني نسل ته تر بل هر وخت لوی مسؤولیت ورله غاړې دی او افغانان باید په مشترک ډول سره کار وکړي تر څو هغه لوی هدف ته چې د افغانستان د خلکو هوساینه او اقتصادي پرمختع دی ورسېږو.

وروسته د ټولگټو وزات تخنیکي معین محترم مولوي عبدالکریم خبرې وکړې، زیاته یې کړه چې په ټول توان سره به د هیوادوالو د ترانسپورتي ستونزو د هوارولو لپاره هڅه وکړي هغه د وزارت له ټولو کارکونکو څخه وغوښتل تر څو په صداقت او رښتنولي سره کار وکړي ځکه د فساد او جعل کاري وخت لنډ وي او ژر افشا کېږي.

د غونډې په بهير کې د ټولگټو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي عبدالولي محمد او یو شمیر دیني عالمانو خبرې وکړي، هغوی د ا.ا، له مشرانو څخه وغوښتل تر څو شرعي قوانین په ټولو یو ډول تطبیق کړي او د خلکو پر وړاندې ځواب ویونکي واوسي، هغوی په دولتي ادارو کې کارکوونکو ته په رښتنولي سره د کار تر سره کولو، خپلو دندو ته د ژمن پاته کیدو او امانت داري په اړه د اسلام د مبارک دین مطابق لازمې لارښونې وکړې او له الله ج څخه یې ورته د بریا غوښته وکړه.

3 months 4 weeks ago

.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۳:۵۷
Background image

کار اعمار پل دوم کمپنی مسیر شاهراه کابل – کندهار تکمیل شد

کار اعمار پل دوم کمپنی در امتداد لین دوم شاهراه کابل–غزنی (مسیر شاهراه کابل–کندهار) از سوی وزارت فواید عامه ا.ا.ا، به ارزش ۶۰ میلیون افغانی تکمیل گردیده و در حضور محترم الحاج مولوی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۱:۳۹
Background image

کار بازسازی پلان‌شده سال روان شاهراه سالنگ ها تکمیل گردید

شاهراه سالنگ یکی از مهم‌ترین و اساسی‌ترین شاهراه‌های ترانزیتی افغانستان به‌شمار می‌رود که پایتخت کشور را به ولایت‌های شمالی و شمال شرقی وصل میسازد.

این شاهراه بزرگ ترانزیتی از طریق. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۵۳
Background image

در ماه قوس از طریق خطوط آهن ( ۶۸۴۱۰۲) متریک تُن انتقالات صورت گرفته است

از آغاز الی ختم ماه قوس سال ۱۴۰۴هـ.ش. از طریق خطوط آهن وزارت فواید عامه افغانستان ( ۶۸۴۱۰۲) متریک تُن انتقالات صورت گرفته است.

در این میان از طریق بندر حیرتان ( ۴۸۹۶۴۲) تُن، بندر. . .

BACK TO NEWS