د ټولګټو وزارت سرپرست د ایران د سړکونو او ښارجوړونې وزیر له ځانګړي استازي سره وکتل

ashraf_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۹ - ۱۰:۴۰
د ټولګټو وزارت سرپرست د ایران د سړکونو او ښارجوړونې وزیر له ځانګړي استازي سره وکتل

د ټولګټو وزارت سرپرست محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د ایران اسلامي جمهوریت د سړکونو او ښار جوړونې وزیر له ځانګړي استازي محترم سید حسین میرشفیع سره په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې وکتل چې د ټولګټو وزارت تخنیکي معین محترم مولوي عبدالکریم فاتح او د ایران سفارت اقتصادی مستشار محترم شیرزادی هم حضور درلود.

په دې کتنه کې د ټولګټو وزارت سرپرست، د ایران اسلامي جمهوریت د سړکونو او ښار جوړونې وزارت ځانګړي استازي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: افغانستان او ایران دوه ښه ګاونډیان، دوست او وروڼه هېوادونه دي، هغه د ترانسپورتي او ترانزیټي بېخبیناوو په برخه کې پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ. 

په دغه ناسته کې دواړو لورو د ابو نصر فراهي (۷۸ میل) سړک د پاتې ساختماني چارو په بشپړولو، د ورېښمو د دویم پل جوړول، د دوغارون ۵۰۰ متره سړک، چې له وړاندې د ایران هېواد له لورې جوړ شوی دی د نیمایي لګښت ورکړه، د ورېښمو دویم پُل د جوړولو په داوطلبۍ کې د دواړو هېوادونو د ساختماني شرکتونو ګډون او د سالنګونو لویې لارې د نوې تونل له مسیر څخه د ایراني مهندسانو د لیدنې اړوند مفصل بحث او د نظریاتو تبادله وکړه.

د ناستې په دوام کې، د ایران هېواد د سړکونو او ښار جوړونې د وزیر ځانګړي استازي، لېوالتیا څرګنده کړه او وې ویل؛ ایران د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانسپورټي زیربناوو د بیارغونې په برخه کې پر خپلو ژمنو ولاړ دی او د افغانستان له اسلامي امارت سره همکارۍ ته چمتو دی. هغه زیاته کړه، ایراني شرکتونه چمتو دي، چې د افغانستان د پرمختیایي پروژو په داوطلبۍ کې، چې د کانونو او یا هم د بودیجې په بدل کې پلي کیږي، برخه واخلي.

په پای کې د ابو نصر فراهي سړک د کار د بشپړولو او د نویو پروژو د پیل په اړه، د ټولګټو وزارت د تخنیکي معین او د ایران هېواد د سړکونو او ښار جوړونې وزیر د ځانګړي استازي ترمنځ د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

11 months ago

.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۲:۲۱
Background image

کار اعمار لات دوم و سوم سرک لین دوم کندهار- هرات با ۲۲درصد پیشرفت فزیکی جریان دارد

کار اعمار پروژه لات دوم و سوم لین دوم سرک کندهار- هرات (باغ پل – ګرشک) به طول مجموعی ۵۲ کیلومتر، عرض۷.۳۰ متر و ۶متر شانه (شولدر)، به ارزش مجموعی ۱میلیارد و ۸۷۳میلیون و ۷۰۴هزارافغانی از. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

پروژه اعمار سرک ‌کوتلِ خون در ولایت غزنی به ارزش بیش از ۶۳۲ میلیون افغانی جریان دارد

کار اعمار و ساختمان سرک کوتل‌ِخون مربوط ولسوالی اجرستان ولایت غزنی به ارزش بیش از ۶۳۲ میلیون‌افغانی از سوی وزارت فوایدعامه ا.ا.ا با سکتور خصوصی قرارداد شده و اکنون با ٤٧ درصد پیشرفت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۱۱
Background image

وزیر فواید عامه ا.ا.ا با معاون صدراعظم کشور اوزبیکستان دیدار کرد

محترم الحاج ملا محمد عیسی ثانی، وزیر فواید عامه‌ا.ا.ا، روز گذشته با محترم جمشید خواجه‌یف، معاون صدراعظم کشور اوزبیکستان در ارگ دیدار و گفتگو کرد. در این دیدار، دو طرف در مورد گسترش. . .

BACK TO NEWS